
ګل شريف هڅاند
ځوانان
پام! پام! پام!
ځواني د بې بريکه موټر غوندې ده. مازي بې پروايي او نا غيړي د ټول عمر ربړيدلو په بيه تماميږي.
دوې لارې:
١- سمه (عاقلانه) لار: سړى د انسانيت ( شخصيت( لوړو پوړونو ته رسوي.
٢- ناسمه (نامعقوله ) لار: سړى کوڼ، ړوند او پاګل کوي او له کړنګونو يې غورزوي.
له سمې او سهي يې پيلوو. ماشوم د مور له تنه پوره، سالم، عاقل، پوه، اتل او نابغه نه زيږيږي، بلکې د کورنۍ او چاپيريال شرايط پرې اغېزه ښيندي، ورو، ورو يې د ادراک حس او شعور وده کوي، په پايله کې يو بشپړ او ګټور شخصيت ځينې جوړيږي.
په پرمختللو هېوادونو کې همدا، چې ماشوم دوه کلن کيږي وړکتون ته يې استوي. هلته د منظم او سنجول شوي پلان له مخې د مسلکي ښوونکو له لورې تر روزنې لاندې نيول کيږي.
په اوه کلنۍ کې ښوونځي او همداسې پورته پسې ځي، خو موږ، چې د نړيوالو خلاف په شا روان يو، بې له دې، چې سوچ وکړو اولاد روغتيا، روزنې، استوګنځي او د ژوند نورو شرايطو ته اړتيا لري او يا يې شمېر او تر منځ واټن په پام کې ونيسو زيږ وو او بيا يې برخليک ته سپارو، چې په توکل لوى شي.
بې له شکه دا سمه خبره نه ده، بلکې د پوره، پوره سنجش غوښتنه کوي. سر بيره پردې زموږ ماشومان د روحي او جسماني ودې په موخه د روزنې، لوبو او ساعتيرى له لازمو شرايطو بيخي بې برخې دي. هو! د چا، چې بخت بيدار او مور پلار يې لږ غوندې هوشيار يا لوستي وي، نو بيا په دې عمر کې لږ تر لږه د قاعدي سپاره په تخرګ کې جومات ته يې د کلي ملا ته ليږي. په اوه کلنۍ کې بايد په مدرسه يا ښوونځي کې شامل شي.
په پلار- مور ده، چې ماشوم هر وخت له نظره ليرې نه کړي. په وخت يې زده کړې ته وليږي، چې راستون شو، ورسره لوستونه پرمخ يوسي. ځکه ښوونکي کولاى شي يوازې په سلو کې ډېرش د زده کوونکيو سره مرسته وکړي او پاتې او يا سلنه خپله د زده کوونکي کار دى، چې د مور- پلار، کتابتون د کورسونو او په ځان باندې په کارکولو... سره خپل معلومات بشپړ کړي. ددې په اړخ کې يې روغتيا ته پام وساتي. د لوبو وسيلې ورته برابرې او زده کړې تر څنګ يې ادمان او بدني روزنې ته وهڅوي. ځکه سالم عقل په سالم بدن کې وي.
همغسې، چې يو پوه وايي : نارينه او ميړني هغه دي، چې د شتمن کيدو د مخه د پوهې حاصلولو په فکر کې وي، ځکه نو يوازې د زده کړې (ديني، ساينسي علومو) لار ده، چې سړى منزل ته رسوي.
په نننۍ ٢١ تمه پيړى کې موږ يوازې په عصري علومو او نوي تيکنالوژى کې د لوى لاس په لرلو سره د نړيوالو سره سيالي کولى شو. برخلاف به همدغسې در په در، خاورې په سر او د نړيوالو د ملنډو وهلو موضوع اوسو.
محمود طرزي عبث نه دي ويلي، چې : (( علم نه وي انسان نه خداى پيژني، نه خپل ځان، نه حق او نه باطل، نه لاره ويني او نه څاه. ګونګ، شل او ګوډ پاته کيږي)).
زموږ اولس، چې د يو بل په ګريوان کې يې لاسونه اچولي، حق نا حق نه پيژني، يا يې قصدي کوي. په خپلو منځو کې سره اخته، د يو بل خيټو ته يې ټوپک نيولي، سرونه سره ماتوي او وژني اصلي لامل يې هم دا د نالوستى په تور تم کې ژوند کول دي.
په دې توګه منځنۍ، لوړې او مسلکي زده کړې او لوړو علمي درجو ته د لاس رسي هڅې وکړي او لکه، چې وايي څومره، چې عمر، هغومره زده کړه. څو د پوهې څښتن شې. په دې وخت کې به دا انسان د ډېر پياوړي ځواک څخه، چې علم دى برخمن وي او د يوه پوه په وينا هغه انسان، چې په علم او پوهه سمبال وي ماتي نه خوړونکى دى.
په ځاى يې ويلي، چې (( کوښښ کاوه عاقل اوسې، نه شتمن، شتمني امکان لري له لاسه ووزي، خو عقل به تل د تاسره اوسي)).
سيد جماالدين افغان لا پخوا ويلي، چې د )هر امت سوکالي، عزت او سعادت په ريښتيني علومو او معارفو کې دى، نه پرته له هغه( موږ، چې د ښې ورځې مخ نه ګورو لامل يې دا دى، چې د پوهې او هنر په ځاي مو د ټوپک او جګړې انتخاب کړى دى.
له دې ځايه پر ننني نسل ده، څو د خپل انساني، وجداني او ايماني دين په څېر خپل تنکي ماشومان او ځوان نسل په سمه لار روان کړى.
د نالوستى او جهل، بيکارۍ، وزګارۍ او نيشو ،ټوپک او جګړو په خلاف يې زده کړې او د علم او پوهې ترلاسه کولو ،کار او زيار ته وهڅوي.
ځکه که په پوهه سمبال شول نو دا پوهه به په تيارو کې د دوى په لاسو کې د داسې څراغ په څېر وي، چې په وړاندې به يې هر څه روښان وي. په روښنايي کې به دوى بې له شکه د پرون او نن غوندې خطا نه وزي. په خپل خير او شر به پوهيږي او بيا به د نن او پرون خلاف هغه څه کوي، چې د ځان، کورنۍ هېواد او هېوادوالو په گټه وي، نه د هغې د دښمنانو.
نو اى زموږ ځوانانو ځير شى! تاسې څه کوئ او په څه اخته ياست او ستاسو د نورو سيمو همزولي په څه لګيا دي. په تله کې ځانونه ورسره پرتله کړى او بيا يې د پايلو په هکله سوچ وکړى.
د نورو سيمو ځوانانو پوهې او زده کړې ته مټ ورکړى، لوړې زده کړې او د بهرنيو بورسونو ځنې گټه اخلى او تاسې ...
لږ تر لږه خو خپلو زنګنو ته سرونه ټيټ او سوچ وکړى، چې تاسو په څه اخته ياست،نو که دا حالات د تېرو څه د پاسه درې لسيزو په څېر دوام کوي، نو بيا هغه ورځ ليرې نه ده، چې زده کړي به درباندې حکومت او سياست کوي او تاسو ته به جارو کشۍ او چوکيدارۍ انتظار باسي.
او لکه، چې عطار نيشاپوري ويلي:
کسى کو را چراغ دانشى نيست
يقين دانم که در اسايش نيست
که خوست مثال راوړو له نيکه مرغه دې ډګر ته د زيات پام اړونې په سبب او سمهال په دې ولايت کز د شېخ زايد پوهنتون د 2706 محصلانو په لرلو سره فعال دی.دې پوهنتون د لسو بيلابيلو پوهنځيو په لرلوسره تر دې مهاله 1500 کدرونه ټولنې ته روزلي او فارغ کړي دي. پوهنتون د ډېرو پوهنځيو لرلو له درکه له کابل وروسته دويم مقام لري او د ټاکلو شرطونو او معيارونو په پوره کولو سره يې د نړېوال بانک غړيتوب تر لاسه کړی دی.
ددې په اړخ کې په خوست کې په ټوليزه توګه 242 مکتبونه، چې 64 يې ليسې او پاتې 178 يې متوسطې او لومړنۍ ښوونځی دي او په ټوليزه توګه 170000 زده کوونکي، چې 40000 یې نجونې دي په ليک لوست بوخت دي.
اوس نو په تاسو ده، چې د هوسايى، نيکمرغۍ، سوکالى او هېواد ابادى هيله لرى، که نه. که ځواب هو وي، چې هرو، مرو بايد وي، نو منفي خويونه، عادتونه، کړه، وړه، نيشو او جګړې ته د شاګرزولو سره د علومو، فنونو، کسب او هنر زده کړې ته مټ ورکړى، څومو هم دين جوړ شي، هم دنيا هم د ځان په درد وخورۍ او هم د چاپيريال او ټولنې له پاره ګټور تمام شى.
دويمه : ناسمه لار:
يانې ليک، لوست او زده کړې ته شاګرزول او په کږو، وږو لارو تلل.
په داسې حالت کې طبيعي ده، چې ماغزه وزګار پاته کيږي او وزګار ماغزه د شيطان ځاله ده، د داسې کسانو په ذهنيتونو د شيطاني فکرونو تورې وريځې سيورې اچوى، د ليک لوست له نعمت نه بې برخې او نالوستي پاتې کيږي او بيا د ارسطو په خبره د لوستي او نالوستي تر منځ توپير دومره دى، هومره، چې د مړه، ژوندي تر منځ .نو بيا د هغه دري ژبي شاعر کيسه ترې جوړيږي،چې وايي:
زنانى بردار اى مرد هشيار
اګر وقت ولادت مار زايند
از آن بهتر به نزد يک خردمند
که فرزندان نا هموار زايند.
چې له همدې ځايه د اولاد له زيږولو، د هغوى روزنه او پالنه په وار، وار ستونزمنه ده. ځکه نو مخکې له دې، چې انسان د زيږولو په فکر کې کيږي، ښه به وي، څو د هغوى د پالنې په پام کې نيولو سره ورته ګام پورته شي.
پر موږ ده ټولنې ته سالم، ګټور، خدمت کوونکي او درد بخور اولاد وړاندې کړو، نه ناروغ، د اوږو بار او د نورو له پاره خنډ جوړوونکي.
په داسې حالت کې د ضرري اولاد، لرلو ،نه لرل په سل هاوو ځله ښه دي.
د دا شان هلکانو ناسته، پاسته د لټانو او تمبلو کسانو سره، چې ټوله ورځ په بې گټې، بې مانا خبرو او اپلتو تيروي کيږي.
تر هر څه د مخه په نصوارو، سګرټو او ورپسې په چرسو روږدي کيږي او د وخت په تيريدو سره يې خبره شرابو او پوډرو...ته رسيږي. تر هغه، چې روږدي نه دي په پره کې ناست کسان يې د بڼو په يوه بڼه هڅوي، چې ورسره ملګرتيا وکړي. کله، چې يې عادت شو،نو بيا دېته، چې خپله يې پيدا کړي او، چې يو څوک بيکاره وي، کوږ خلۍ نه سموي، نو بيا د اسمانه نه رالويږي. يوازينۍ لاره دا ده، چې د انسانيت ضد او اسلام خلاف د ټوپک نه روزي وغواړي، لارې ونيسي، خلک لوڅ يا و تښتوي، لوټماري وکړي او په پاى کې هغه چارې وکړي، چې انسان يې په کړلو څه، چې آن په يادولو هم شرميږي. پام مو اوسي، چې د کليو دوکانونه د فسق او فساد، په نيشو او بد اخلاقيو باندې د روږديدو تر ټولو ګواښمنې سر چينې دي.
دلته په ځاى بولم، هغه د کوز کلي د شادګل ماما زوى کيسه وکړم، لکه نازکه لښته کله، چې تنکى ځلمى وو په ناوړو کړو، وړو يې سر شو، چې لږ لوى شو، نو نه نصيحت پرې اثر کولو، نه وهلو ډبولو. نه يوازې د پلار، چې ډېره يې ورته تمه او په ناز نخرو يې لويولو، مټ وزر نه شو، بلکې هره ورځ به يې د ننګ او پېغور يو څلى ورته کړى وو. د پلار هر راز تدبير د شگو بند وو. د زغم کاسه يې ډکه شوه او کله، چې پوه شو د ډيدن، ډيډۍ مړستون سموي، نو ټوپک يې راواخيست او د ماشې په کشولو سره يې خپل زوى ډېرش ډزه سورى، سورى کړ او خپل غوږونه يې د تل له پاره ور څخه ارام کړل.
هو! دا منو، چې دا ډېره درده وونکي او نه هېريدونکي پېښه ده خو وروستى چاره او تدبير دى، چې الترناتيف نه لري.
همدا شان هغه د برکلي سورګل، چې خپله يو تن، بې ولي، بې ريښې سړى وو. همدا، چې ښځه يې وکړه نو بې له دې، چې د راتلونکي په اړه يې سوچ وکړي يوازې د اولاد لرلو په خيال کې وو. د خداى (ج) کړه وو. په لږه موده کې د څلورو زامنو او دوو لوڼو څښتن شو. هېڅ څوک د خپل برخليک خبر نه لري. د ګډوالى ژوند وو. سورګل ماما لا د اولادونو په خوند نه وو موړ شوى، چې ماشومان د مور- پلار له سيورې بې برخې شول. زامن، لوڼه يې هم د پلار، مور غوندې نالوستي پاته شول. نه يې د نصيحت کولو سړى وو او نه يې د سمې لارې ښودلو او خپله يې دا وړتيا نه درلوده. کومه ځانګړې بوختيا يې نه درلوده. کله نا کله به يې يو نيم په کوم سماوار او بايسکل سازى کې زده کړى شو، خو ډېر دوام يې نه درلود. په جنګونو او ناوړو کړو، وړو به سر وو. د کلي، مالت نور همزولي يې په زده کړو او نيکو کارونو بوخت وو او دوى د خپلو چلندونو په وجه د کليوالو هم نه خوښيدل. د ټوپک سره يې مينه وه. بله ورځ هماغه ټوپک د ګاونډي سره په جنجال کې په لانجه واړول. داسې، چې د ډزو په پايله کې د ګاونډي له لورې يوه ښځه په ګولۍ ټپي شوه او دوى د خپل کور، کلي کډې کولو ته اړ شول.
يو ځل يې د بدو قسمت شوى وو. هلته چيرې، چې کډوال وو، مشر ورور يې سره له دې، چې ميرمن او اولادونه يې درلودل، د کومې ميړوخې ښځې سره ګوټې پټې او په پاى کې يې و تښتوله او بلې ليرې سيمې ته کډه شول.
هلته هم کله،چې کارو بار، ګټه، ګوټه نه وي، پنډه خيلخانه خوراک، څښاک، روغتيا... ته اړتيا لري. دا لګښتونه له کومه شي. د بل کاروبار د نشت والي له امله يې د نيشه يي توکو په پيرودلو او پلورلو پيل وکړ، خو کوږ بار تر منزله نه رسي. په منځ کې يې ډېر وخت تېر نه شو، چې د کوم چا سره د څو روپيو په سر په خبره کې يې د ټوپک په ډزو ژوند له لاسه ورکړ.
ټوله خيلخانه او دوې ښځې په لغړ ميدان پاتې شوې. ورپسې يې بل ورور او خور د ناوړو پېښو ښکار شول او پاتې يې د خپلې کوټې ليرې په پوره ناهيلۍ او در به درۍ کې ژوند تيروي.
دا موټۍ د خروار نمونه ده. ورته پېښې په هر کلي او بانډه کې تکرار او تکراريږي. دا بې له شکه د اوږدې مودې تپل شوي کورنۍ جګړې پايلې دي.
اوس نو په تا ده ځلميه ! هاغه ده سمه لار، داده ناسمه لار او دا يې کړنګونه.
انتخاب يې په تا پورې اړه لري.