له غني سره له ارګه تر مرګه ولې؟

په دې کې شک نهشته چې يوازې الله تعالی پوره او کامل دی. انسان نيمګړی دی. اشرف غني هم انسان دی .هرو، مرو تشې او نيمګرتياوې لري. خو د نورو په اصطلاح سيالانو سره به يې پر تله کړو د هر چا چې مثبتې خواوې او پاينټونه زيات وو طبيعي ده چې نوموړی به تر نورو غوره او زموږ ورته رايه وي.
 
غني له نورو څخه ولې غوره دی او زه ولې ځينې ملاتړ کوم. ځکه چې:
1-  زده کړه ييزه بيوګرافي او پوهه يې تر ټولو لوړه ده. مقابل لوری څوک له ابوحنيفه، څوک د پوهنتون لومړي کال او ځينو هم چې يوازې پوهنتون پای ته رسولی کاري تجربه نه لري.
 
2-  په لوړه آن د هيوادونو په کچه د اقتصادي پروژو په طرحه او ډيزاين کې پراخ لاس او تجربه لري او کولای شي د هيواد اوبو وړی اقتصاد بيرته ورغوي او په پښو يې ودروي. د ټاپي، کاسا زر پروژې، هوايي دهليزونو پرانيستل، چابهار بندر کارول، منځنۍ اسيا هيوادونو ته د هوا او اورګاډي له لارې د مالونو ليږد راليږد او تر ټولو مهمه دا چې د ترخم، کراچي بندرونو پورې د تړلتوب بديل پيدا کول.
ايا بل څوک شته چې آن د لسو زرو يوه پروژه يې طرحه، ډيزاين او عملي کړې وي؟ برخلاف تل په ډيره سپين سترګۍ د پرمختګ پر وړاندې ځنډ او خنډ ګرځي.
 
3-  ګاونډيو هيوادونو ته زموږ د اوبو سرشارو زيرمو د مهار کولو، بندونو جوړولو لوړې کچې پروژو په کار اچول. برخلاف په نورو کې داسې کړۍ او جلا کسان شته چې د دښمن په اشاره همدا بندونه ورانوي او په دې توګه د بادار په ژرنده اوبه تويوي.
 
4-  د هيواد ځمکنۍ بشپړتيا، ملي حاکميت او ملي نواميسو نه د دفاع مورچل – وسله وال پوځ پياوړي کول او د هغې کيميت او کيفيت ته د زړه له تله په عمل کې پام اړول. برخلاف په مقابل لوري کې داسې کسان شته چې په تير کې يې د خپل بادار په اشاره پياوړی وسله وال پوځ منحل او پرمختللي وسلې او تخنيک يې تر وروستي حنجر پورې په ډېره ادنا بيه خرڅې او د هيواد نه د ساتنې مورچل يې خلع سلاح او خالي لاس کړ.
 
5-  د شخصي، ګروپي او تنظيمي ګټو په خاطر د هيواد په برخليک معامله نه کول. د امريکا-طالبانو تر منځ د هوکړې د لاسليک نه ډډه کول غوره مثال دی. برخلاف په سيالانو کې يې همدا اوس داسې کسان شته دي چې په تېر کې يې د روسانو سره د ملګرو ملتونو د سولې په پلان معامله وکړه. په بُن کې يې د تړون په لاسليکولو سره د وطن برخليک د پردو په لاس ورکړ او اوس هم ورته معاملو ته چمتو ناست دي.
 
6-  په پراخه د وطن په کچه د بنيادي پروژو طرحه او پلي کول. د بيلګې په توګه د ملکيتونو ثبتول. چې په پايله کې به يې د ډيرو ستونزو مخه ونيول شي. د غاصبينو سره به حساب وشي. ملکيتونه به تثبيت شي. د دولتي ماليې لازمه کچه به وټاکل شي او د ولس له پاره به ټولنيز دولتي خدمتونه زيات شي. يا برښنايي پېژندپاڼو ويش چې ځيني يې د عملي کيدو سره د مرستې په عوض په وړاندې خنډ ګرځي.
 
7-  دا هر ځل چې بهر ته تللی په سلګونو مليونه ډالر مرستې يې ترلاسه کړې او بيت المال يې پر غني کړئ دی. په داسې حال کې چې دا نورو د وزارتونو او بندرونو بوديجې زبيښلي او نن ملياردر دي.
دا موټی د خروار نمونه دی.
غازي امان الله خان واک ته د رسيدو سره جوخت د خپل ولس زړونه خپل کړل. انګريزان په ويره کې شول چې ددې اغيز به هرو، مرو هند ته راورسيږي او په پای کې به خلک زموږ په وړاندې د خپلواکۍ غږ اوچت کړي. نو ويې پتييله په هره بڼه چې وي امان الله خان بايد له صحنې ليرې کړي. همغه وو چې څلور زره اجنټان يې پسې راوليږل او امان الله خان يې هيواد پرېښودو ته اړ کړ.
 
نن بيا هڅه دا ده چې تاريخ تکرار شي. ځکه د غني په اړوند د ګاونډيو اندېښنه بايد تاسې درک کړي وي. هغوی غواړي په هره بيه چې کيږي غني له واکه ليري کړي. نور، نو ۲۱-تمه پيړۍ ده. د کرنېل امام، بغدادي پير... اثار مو بايد لوستي او د څلوېښت کلن ناورين په حقيقتونو بايد پوه وئ.
 
دا تاسې او دا د حقايقو هنداره. که د ملي ګټو، ملي ارزښتونو او وطن برخليک احساس درسره وي چې خامخا درسره دی، نو هغه څوک وټاکئ چې پورتنيو ارزښتونو ته ژمن وي. نه هغه څوک چې د پرديو په لاس کوک شوې نانځکه وي، د امن په ځای اوباشان روزي، د بيت المال پر ځای شخصي جيب ډکوي، خپله کورنۍ يې په بهر کې خوندي ژوند کوي. د نورو اولادونه د توپ خولې ته هڅوي او د شخصي جيب ډکولو په موخه په وطن باندې معاملې کول ورته ډېره عادي خبره ښکاري. راځئ په ګډه دا غږ اوچت کړو.