انساني کرامت ته درناوی  

د چاپلوسۍ، غوړه مالۍ، رياکارۍ او په ټوله کې د مطلبي او غرضي پوستونو مې خورا بد راځي. تر څنګ يې څومره چې خپل پت، عزت او حرمت راته ګران او ارزښت لري، همدومره د نورو شخصيت او انساني کرامت ته درناوی لرم.

هو! موږ هر يو ته د ټولنې د يوه غړي په توګه د بيان آزادۍ (د مطبوعاتو د قانون په چوکاټ کې) دا حق راکړی چې په ټولنه کې د ناسمو او ناوړو کړو- وړو، ناقانونيو، بډو اختلاس احتکار... په هکله د نظر اظهار او نيوکې وکړو. خو نيوکې مو بايد جوړوونکي، ترميموونکي او اصلاح کوونکي وي او د هر راز غرض نه خالي وي.

رښتيني منتقدين نه يوازې هڅوم او ستايم، بلکې د وس تربريده يې په څنګ کې دريږم هم، خو که نيوکه د شخصي، ګروپي، تنظيمي، ګوندي...غرضونو له مخې وي، نو موخه به ترې نه يوازې اصلاح، سمونه او جوړونه نه وي، بلکې په لوی لاس به د چارو ورانونه، د شخصيت او اشخاصو سپکاوی وي. دا حالت راته د منلو وړ ځکه نه دی چې د پرمختګ په عوض د کارونو د ځنډ او خنډ لامل ګرځي، مايوسي او ناهيلي زيږوي.

که د هېواد حالاتو ته ژور ځير شو، راته جوته به شي چې په ولسمشر د هر لوري څومره فشار دی. همداسې په ولايتونو کې لومړی او دوهم (والي - امنيې قومندان) درواخلئ. موږ د خپل ولايت په هکله غږيږو، په موږ کې يو بد - دود دستور دا دی چې کله دلته نوی چارواکی والي - امنيې قومندان راشي لا پر چوکۍ نه وي ناست او جوته نه وي چې په دستار ارزي که نه؟ چې معلوم الحال په اصطلاح مشران د لونګيو سره ورمنډې وهي، بې موجبه او بې له دې چې د لونګۍ ارزښت په پام کې ونيسي ور په سروي. خو د يو څه وخت په تيريدو سره بيا په همغه چارواکي والي - قوماندان د تورونو لګول پيل شي. په بېلا، بېلو بڼو يې تحقير، توهين آن د ښکنځلو تر پولې يې سپکاوی کيږي. نا خبر له دې نه چې هر څوک انسان دی، موقف، شخصيت او انساني کرامت لري. دا پوښتنه له ځان نه، نه کوي چې کوم قانون راته له چوکاټه بهر د يو چا د سپکاوي او ښکنځلو اجازه راکوي او که دا کس عدلي ارګانو ته عارض شو، زما ځواب به څه وي؟

هو! د ژېړ ژورناليزم او کرايي څه نا څه ليکونکو همدا دنده ده چې په بېلا، بېلو بڼو کسان بدنام په چاپېريال او ټولنه کې يې سپک - الک او بې اتوريتې کړي، خو دا کس بايد په دې پوه وي چې د هرې ليکلې کلمې ځواب ګوی یم. 

ځير شئ! والي - قومندان ته د ولايت په کچه د ټولو چارو اداره، د جنګ په توده جبهه کې سوق، اداره، د مرکز نه د بوديجې، پروژو او مرستو جلبول، د ولسونو ستونزو ته رسيده ګي وردې غاړې دي. یادو کارونو ته د چارواکو رسيده ګي په داسې حال کې ممکنه ده چې ولس دې تر څنګ ولاړ او لاس نيوی وکړي. برخلاف که مونږ يې د ترڅنګ دريدو پر ځای د لستوڼي مار په څېر له دې نننه د دوی د کمزوري کولو، بدنامولو او بې اعتبار کولو هڅې وکړو او په لوی لاس يې سپک - الک او وښکنځو، نو په دې صورت کې به د چارو د پرمختيا او پراختيا تمه ترې ناشوني وي.

زه دا نه وايم چې څوک دې د چارواکو د کړنو نظارت نه کوي، بلکې دا کار اړين هم بولم، ځکه يو پوه وايي چې باور وکړه، خو کنترول يې هم کړه.

هېڅوک د چا ضمانت نه شي کولای چې پلانی به د سپين سان په څېر پاک وي، ځکه هغه خېټه لري او خېټه خوراک ته اړتيا لري. په ځانګړې توګه دا مهال چې د کرونا سودا ګيري بازار خورا تود دی او خبره د لکونو او ميليونو ده، خو الله تعالی دې هر هغه څوک چې د دې جګړه ځپلي ولس دردونه او کړاوونه نه احساس کوي، د دولتي په پرتله شخصي جيب ته ترجيح ورکوي، د کرونا مرګوني ويروس ښکار کړي. په څنګ کې دومره وايم چې ياد کسان زياتره د بلې سيمې مېلمانه او د خدمت له پاره دلته مامور او ګمارل شوي دي.

لکه چې اشاره مې وکړه لومړی يې بايد بې ځايه روږدي نه کړو، بيا يې د خپلې سيمې په خاطر تر څنګ ودريږو، په سمه او صراط المستقيم لار لوری ورکړو. که د چارو په عملي بهير کې کږيږي، لومړۍ يې د سمولو هڅه وکړو، که نه کيده بيا د قانوني لارو ګټه واخلو، نه د ناقانونيو چې په دې صورت کې به هم په چاپيريال کې بد نه ښکارو او هم به د قانون پر وړاندې پړه نه وو.

په پای کې خبره راټولوم او وايم چې:
قلم او کاغذ ډېر سپېڅلې توکي دي، نو د چا په پته ورباندې کښوونکي کلمات هم بايد سپېڅلي او پاک وي. د کلام عفت بايد وساتل شئ، شخصيت ته احترام او د انساني کرامت درناوی له پامه ونه غورزول شي.