پکتيکا:د پولسيو روزنيز مرکز څخه د پنځلسمې دورې  ۱۱۶تنه سربازان له  مسلکي زده کړو وروسته  فارغ

مسلکي پوليس کولای شي د دولت او عامو وګړو ترمينځ ټینګه اړیکه وساتي.
پکتیکا ولایت مقام مطبوعاتي دفتر
۱۳۹۰کال د وري ۱۲ مه
مسوؤل مخلص افغان
د پکتیکا ولایت د پولسیو روزنیز مرکز څخه د پنځلسمې دورې  ۱۱۶تنه سربازان له  مسلکي زده کړو وروسته  فارغ او د پکتیکا ولایت سرحدي ولسوالیو ته به د خدمت په موخه واستول شي
هغه غونډه چې په همدې موخه د پکتیکا ولایت د غونډو په لوی تالار کې جوړه شوی وه د پکتیکا ولایت والي ښاغلي محب الله صمیم ، امنیه قومندانی سرپرست سمونول عبدالشاه ظریفي، د ملي امنیت ریس ډګروال عبدالستار بلوڅ، د ولایتي شورا غړو  سربیره د روزنیز مرکز کورنیو او بهرنیو استادانو ، د پوځي او ملکي ادارو مسؤولینو ګډون کړی وو غونډه د قران کریم په مبارکو آیتونو پیل او د ملي سرود اورولو وروسته د پکتیکا والي ښاعلي محب الله صمیم پرانستونکي وینا وکړه: پولیس یې د ټولنې خدمتګار یاد کړل د پولیسو کړنې یې ښې وارزولې او زیاته یې کړه چې مسلکې پوليس کولاى شي ددولت او عامو وګړو ترمنځ ټينګه اړيکه وساتي دجرمونو کچه راټيټه او امنيت په مثبت لور روان کړي.
والي صمیم افغان ځواکونو ته د واک لیږد ته اشاره وکړه او ويې ویل: دادي زمونږ د هیواد امنیتي ځواکونه دا مهال  توانېدلي دي چې په بشپړه توګه د خپلې خاورې ساتنه وکړي. صمیم  د برمل ولسوالی د نوی اډې  دردوونکي پېښې ته په اشارې سره د ملکي وګړو وژنه یو ځل بیا په  سختو ټکو وغندله 
ورپسې  امنیه قومندانی سرپرست سمونول عبدالشاه ظریفي خبرې وکړې ظریفي وویل چې دا د پکتیکا ولایت د پولیسو روزنیز مرکز د فراغت پنځلسمه دوره ده چې ۱۱۶ سربازانو ته د بهرنیو او کورنیو استادنو لخوا زده کړې ورکړل شوي دي، ظریفي زیاته کړه چې روزل شوي سرتیري به د پکتیکا ولایت په بيلابیلو سرحدي ولسوالیو کې په دندو وګمارل شي
د پکتیکا ولایتي شورا غړ نواب وزیري بل ویناوال وو چې له پولیسو یې وغوښتل چې په ډیره زړورتیا خپلې ورسپارل شوي دندې ترسره کړي او د هیوادوالو سره د ښه چال چلند له امله د دوی زړونه تر لاسه کړي د غونډې د پای په شیبو کې د پکتیکا ولایت والي محب الله صمیم، امنیه قومندانی سرپرست سمونول عبدالشاه ظریفي لخوا په فارغ شویو پولیسو بریلیکونه ووېشل شول د پکتیکا ولایت د پولیسو روزنیز مرکز  څه باندې دوه کاله وړاندې جوړ شوی او تر دې مهاله یې په پنځلس دورو کې ۱۴۸۶ تنه پولیسو ته د کورنیو او بهرنیو ښوونکو لخوا مسلکي روزنه ورکړل شوی ده
 
مخلص افغان
د پکتیکا د والي ویاند
۰۷۹۷۵۰۹۰۱۰