
تيره ورځ د پكتيا مركز ګرديز
ښار كي د نري رنځ نړيواله ورځ په شانداره
مراسمو سره ولمانځل شوه
په دي مراسمو كي سلاكار وزير
او د پكتيا والي ډګر جنرال جمعه خان همدرد، د ولايتي شورا ريس ښايسته جان احدي ، د
ملي امنيت ريس جنرال نظر شاه صافي ، د صحي
برخي كاركونكو ، قومي مشرانو ، مجاهدينو او
د روغتيا مينه والو برخه اخيستي وه
غونډي ته د پكتيا د عامي
روغتيا ريس د عامي روغتيا د وزيري ثريا دليل پيام ولوست او د غونډي برخه والو ته
يي ښه راغلاست وويل
په جنوب ختيځ زون كي د نري
رنځ مسول ډاكټر نور احمد محمودي وويل تير كال ۵۶۳ د نري رنځ ناروغان يي لرل چي ۴۸۸ يي په موفقانه شكل تداوي
كړي دي
همدا رنګه ده زياته كړه چي دير دشكر ځاي دي چي مونږ په پكتيا
كي د ګوزڼ يا فلج هيڅ پيښه نلرو
سلاكار وزير او دپكيتا والي
ښاغلي همدرد له پكتيا ولو مننه وكړه چي په هر كمپاين كي له خپل ولس او د صحي
مركزونو له مامورينو سره همكار دي
همدرد د عامي روغتيا پر رياست
نيوكه وكړه چي په كړنو كي يي ستونزي موجودي دي ، په ځانګړي توګه يوي پيښي ته يي
اشاره وكړه چي تير كال په ګرديز ښار كي پيښه شوه وه او وي ويل چي شل ټيان په هغه پيښه كي وو خو هغه
هم دلته ملكي روغتون كي نشو درمل بلكه د قول اردو روغتون وليږدول شول
همدا رنګه ده وويل چي بيات
بنياد د مور او ماشوم په نوم روغتون جوړ كړي خو تر اوسه د عامي روغتيا رياست ورڅخه
ګټه نه ده اخيستي
همدا رنګه همدرد د مسلكي
كسانو نه شتون او د تاريخ تيرو درملو بله ستونزه و بلله چي په خبره يي د عامي
روغتيا رياست پكي پاتي راغلي دي
د غونډي په بهير كي صحي
مسولينو لخوا د يوه باب تعمير غوښتنه وشوه چي د نري رنځ د واټ لپاره به وي
دغه غوښتنه په دي شرط د پكتيا
والي ومنله چي ګټه به ورځني اخيستل كيږي او د بيات روغتون په څير به نه وي
د يادولو وړ ده چي د غه مراسم
د رزمي لوبو په نمايس اود ډاليو په ويشلو
پاي ته ورسيد ل
رو ح الله سمون