
د جرمني په پلازمېنه
برلين کې، د ايران د حکومت پر ضد يو نړيوال کنفرانس،د مارچ د مياشتې په 19 مه نېټه ،د(( مجاهدين خلق )) سياسي ډلې په همکارۍ
او داروپايي اتحاديې په مرسته جوړ شو.
په دې
غونډه کې د مجاهدين خلق د ډلې مشرې مېرمن مريم رجوي، چې د
ايرانيانو لخوا د جلا وطنې جمهورې رييسې په توګه منل شوې، تر څنګ د امريکا ، اروپا
او عربو هېوادنو سياستوالو ، کارپوهان
او چارواکو ګډون درلود.
د مجاهدين خلق
سياسي ډلې له کلونو راهيسې يې د ايران د ملايانو د سخت دريځه حکومت پر ضد مبارزه کړې. دغه ډله وروسته د امريکا او ملګرو
ملتونو لخوا په تور لست کې شامله شوه، خو
اوس اروپايي اتحاديې دغه بنديز لېرې کړی
او له دوی سره د ايران حکومت پر ضد مبازره کې، يووالی ښيي.
په دغه کنفرانس
کې د ايرانيانو تر څنګ يو زيات شمېر افغانان ، کردان او د ځينې نورو هېوادنو اتباع
هم تر سترګو کيدل. د اټکل له مخې شاو خوا پنځه زره کسان په دې کنفرانس کې حاضر وو.
دکنفرانس تاﻻر ته
د ننوتل پر مهال، سخت امنيتي ترتيبات نيول شوي وي.
غونډه تر غرمې
وروسته شاو خوا درې بجې پيل شوه. تاﻻر ته د ميرمن رجوي د ننوتلو سره سم، خلکو
ودريدل او نوموړې يې په چکچکو او ولولو سره بدرګه کړه.
د دې کنفرانس
بنسټيزه وينا د ميرمن رجوي وه. نوموړې په خپله وينا کې د ايران اخوندي حکومت په
کلکه وغندلو، او پر دې يې ټينګار درلود،
چې دغه د دموکراسۍ ضد حکومت به نسکوريږي او د منځني ختيځ هېوادونو ته يې اشاره
وکړه. ميرمن رجوي همدا راز د ايران د
اوسني حکومت موجوديت نړيوالو ته ګواښ وباله او د دغه رژيم لخوا د اټومي پروګرام
مخته بيول يې خطرناک وبلل.
نوموړې له
نړيوالو غوښتنه وکړه، چې د ايران د ملايانو
له حکومته دې تيل نه پېرودل کيږي. د ايران حکومت پر ضد مقاومت دې ، په
رسميت وپېژندل شي اود اشرف له کمپ سره دې مرسته وشي.
په دې کنفرانس کې
ميرمن رجوي ته د جرمني د پارلمان د يوه غړي ليو داوڅينبېرګ Leo Dautzenberg لخوا،
هغه پرېکړه ليک ورکړل شو، چې د جرمني د پارلمان (بونديس تاګ ) د 150 غړو
لخوا ﻻسليک شوی و.
دغه پريکړه ليک کې، د ((اشرف کمپ))، چې په عراق کې دی او هغه
ايرانيان په کې اوسيږي چې د ايران د رژيم مخالف دي، سره د بشري مرستې او همداراز د امريکايانو د تور لست څخه د مجاهدين خلق د ايستلو څرګندونې شوي.
د دې غونډې نور
برخه وال امريکايی ګورنرهاور ډ ډين Howard Dean ؛ جنرال پيټر پېس Peter Pace ،د متحده اياﻻتو پخوانی لوی درستيز؛
پاتريک
کېنډي Patrick Kennedy ، د امريکايي سناتور اېډوارډ کېنډي زوی او د جمهور رييس کېنډي وراره؛ د
الجزاير پخوانی لومړی وزير سيداحمد غزالي؛ د اروپايي اتحاديې پخواني کميسار ګيونتر
فېرهېوګېن Günter Verheugen ؛ د جرمني پخواني وزير اووتو بېرنهارډ Otto Bernhardt او يو شمېر نور .
مازديګر شپږ بجې غونډه پای ته ورسيده او ګډونوال خواره شول.