
په خوست کې د لېنکلن ښوونیز مرکز څخه ۲۲۰تنو ځوانانو د کمپيوټر په برخه کې
د پنځه میاشتنۍ روزنې وروسته باورلیکونه
ترلاسه کړل .هغه مراسم چې د ځوانانو د فراغت په ویاړ د مېلمستون په ودانۍ کې جوړ
شوي وو، دخوست والي عبدالجبارنعیمي هم په کې برخه اخېستي وه.
ناسته د پاک قرآن د مبارکو آیتونو په تلاوت سره پيل شوه .ورپسې د لېنکلن
ښوونیز مرکز مسوول نصیراحمدروښان د یاد شوي دفتر د فعالیت هدفونه د ناستې برخوالو
ته په ډاګه کړل ، د ده په وینا چې د دوو کالونو په جریان کې دغه ښوونیز مرکز هڅه
کړي ، ترڅو د نویو ځوانانو لپاره د عصري زده کړو ښه زمینه برابره کړي .چې په دې
موده کې یې په پرلپسې توګه په سلګونو ځوانان د کمپیوټر ، انټرنېټ او انګلیسي ژبې د
زده کړو په برخو روزلي او ټولنې ته یې د خدمت په موخه وړاندې کړي دي .
د روښان په وینا دا چې ځوانان د هېواد راتلونکی جوړوي ،نو په همدې خاطر د
لېنکلن ښوونیز مرکز په دې لټه کې دی ، چې د ټولنې د پرمختګ لپاره نویو ځوانانو ته
په ورته بڼه په وړیا ډول د زده کړې مناسب چاپېریال رامنځته کړي ، ترڅو بې وزله
ځوانان وکولای شي ، پرته له کومو اقتصادي ستونزو خپلې عصري زده کړې سرته ورسوي .
عزیزالله ځلاند دخپلو خبرو پر مهال وویل ، هر افغان باید د جهل او ناپوهۍ
په وړاندې جدي مبارزه وکړي ، چې له دې لارې کولای شو، خپل هېواد د پرمختګ په لوري
بوځو او د خپلو وطنوالو د بې وزلۍ او ځورېدلو مخه ونیسو ، خو دا هله کېدای شي ، چې
زموږ ځوانان د علم او زده کړې لار خپله کړي .
نوموړي په مشرانواو ځوانانو غږ وکړ، چې نور په هېواد کې د جنګونو فکر له
خپلو ذهنونو وباسي او یوازې د خپلو ځوانانو روزلو او وطن جوړولو لپاره کار وکړي .
د ولایتي شورا ریس مرادخان منګل وویل ، چې زموږ د هېواد په هر لحاظ پاتې
راتلل د علم د کمزورۍ له امله شوي ، نو ځوانان باید تردې بریده په خپلو زده کړو کې
زیار وباسي، چې وران هېواد افغانستان د اسلامي اصولو په چوکاټ کې پر خپلو مټو او
قوي فکرونو ورغوي ، څو د تل لپاره د نورو ګاونډیو له مختاجیو افغانان وژغورل شي .د
نوموړي په وینا که چېرې زموږ ټولنه دیني او عصري زده کړې تر سره نه کړي ،نو خپلو
مذهبي چارو کې هم پاتې راځي .چې د بېلګې په توګه یې د حج د فریضې د ادا کولو پر
مهال د ځينو کسانو یادونه وکړه ، چې د حج کولو په طریقو نه پوهېدل ، نو په کار دي
، چې هر ځوان د عصري زده کړو سره یو ځای دیني زده کړې هم سرته ورسوي ،ترڅو له یوې
خوا خپلې ټولنې ته په ښه بڼه خدمت ترسره کړي اوله بلې خوا د اخروي ژوند لپاره د
سمو اعمالو بډایه ذخیره ولري .
وروسته په دې مرکز کې د کمپيوټر په برخه کې فارغ شوي زده کوونکي سیدنیسم
دخوست ولایتي اداره غوښتنه وکړه ،چې په راتلونکي کال کې د پوهنې برخې ته په دې ولایت
کې زیاته توجه وکړي او په ښوونځيو کې د لابراتوار او نور اړین وسایل د ښې زده کړې
په موخه د زده کوونکو لپاره برابر کړي .څو له دې لارې د زده کوونکو ظرفیت لوړ شي
او په عمل کې د هېواد د آبادۍ لپاره کار وکړي .
د غونډې وروستي ویناوال خوست والي عبدالجبارنعیمي وو.
نوموړي په دې خوښي وښوده ،چې ۲۲۰تنو ځوانانو ته د کمپيوټري پروګرامونو د
زده کړې ښه زمینه په دې ولایت کې برابره شوي او خپلې زده کړې یې د پنځو میاشتو په جریان کې پای ته رسولي دي .
نعیمي په ځوانانو غږ وکړ، چې خپلې زده کړې یوازې د سند په اخېستلو بسنه ونه
کړي ، باید په دې برخه کې نورو پلټنو او زده کړو ته هم دوام ورکړي او ترڅنګ یې د
هغو بهرنیو ژبو سره پوره بلدیت پیدا کړي ، چې دغه پروګرامونه پرې جوړ شوي دي .
د ده په وینا کوم ځوانان چې په خپلو زده کړو کې زیار وباسي ، د کار کولو په
عملي میدان کې له ستونزو سره نه مخ کیږي او همداشان هره اداره د خلکو جذبولو پر
وخت یوازې د دوی وړتیا په پام کې نیسي .خو زیارکښ ځوانان د ژوند په ټولو پړاوونوکې
بریالي پاتې کیږي او ولس ورته زیات احترام
کوي ، نو تاسو هم د علم په ډګر کې زیات کوښښ وکړئ ،چې هره اداره ستاسو راتګ ته هر
کلی ووایي .
د ښاغلي نعیمي په خبره کوم سند چې د زیار په پایله کې اخېستل کیږي ، د طلا
لوړ ارزښت لري او که هسې د وخت په تېرېدو سره لوړ سند هم واخېستل شي ، څه معنا نه
لري .له دوی یې وغوښتل ، چې د علم زده کړې په برخه کې له کومو ستونزو سره مخ وي ، د تجربه کارو او کار پوهو کسانو یې هوارې
کړي .ترڅو په راتلونکي کې د مشکلاتو سره مخ نه شي .
خوست والي زیاتوله ، کوم وخت چې ځوانان په قومي ، سیاسي او فکري ستونزو کې
ښکېل شي ، نه یوازې د دوی راتلونکی خرابیږي ، بلکې ټول هېواد د پرمختګ څخه وروسته
پاتې کیږي .نو ځوانان باید هڅه وکړي ، چې
خپل فکري قوت پیاوړی کړي .ترڅو خپل فکري ځواک یې د تعصباتو ، نفاق ، د فرېب کاریو او ورته نورو
ناوړه اعمالو له امله تر تاثیر لاندې رانه
شي .
نوموړي په خوست کې د زیاتو ښو
استعدادونو د شته والي یادونه وکړه ، چې خصوصاً ځوانان د ښو وړتیاوو څخه برخمن دي
، خو یوازې د دوی د ظرفیتونو د لوړولو او استعدادونو روزلو ته پراختیا ورکولو ته
اړتیا لیدل کیږي ، څو خپل هدف ته ورسیږي .ده د کمپيوټر په برخه کې روزل شویو
ځوانانو پر وړاندې وویل ، چې هېواد په یوه ورځ یا یوه اونۍ کې نه آبادیږي او وخت ته اړتیا لري ،نو په کار ده چې مایوسي غوره
نه کړو،په مېړانه د خپل هېواد جوړولو او پرمختګ ته مخه کړو، ترڅو هغه څه چې نن یې
نه لرو،په راتلونکي کې یې دخپل علم پرمټ برخمن شو.
د ښاغلي نعیمي په وینا هغه ځوانان چې دنورو په لمسون خپل وروڼه اوخپلوان د
ټوپک په مرمیو ، ماین چاودنو او ځان وژونکو بریدونو کې وژني ،د خپل تن د لویو
نعمتونو لکه لاسونو ، پښو او نورو د پرېکولو په معنا دي .که غواړو چې د نورو سره
سالمه سیالي وکړو ، باید هر افغان د قوانینوپه چوکاټ کې د سیمې د کولتور او
عنعناتو سره سم خپل وخت د ورورۍ په فضا کې پرمخ یوسو او زده کړو ته دوام ورکړو.څو
د ناپوهۍ دمخه ونیول شي او هغه کسان چې د نورو په لمسون غولېدلي دي ، سمې لارې ته
راوبولو.
د ده د پيغام په بڼه وویل ،چې دا وخت ټول ولسونه او ادارې په ازموینه کې
قرار لري ، خو هله د بریا ترمنزله رسېدای شو، چې په خپلو کې یوالی غوره کړو ، د
سولې او پرمختګ سره په ګډه همکاري وکړو.
د ښاغلي نعیمي په خبره وطن یوازې د تاریخ په لړ کې د مېړانیو مشرانو په
یادونه ، نه جوړیږي ، بلکې هر ځوان باید له ځانه دا وړتیا وښایي ، چې د پلارونو په
شان اتل او ملي شخصیت شي .
نوموړي د خپلې وینا په وروستۍ برخه کې وویل ،چې د خوست ولایتي ادارې هوډ
کړی ، چې څو د ولسونو ترمنځ یوالی قایم ، د هېواد د پرمختګ په موخه جدي کار وکړي
،خو په دې لاره کې یې د ځوانانو ملاتړ او د ملګرتیا غوښتنه وکړه .
همداشان یې د مرسته کوونکو هېوادونو ځانګړي مننه وکړه ، چې د افغان ځوانانو
روزنې ته یې مخه کړي او د تشویق په موخه یې خپلو همکاریو ته د تل په څېر دوام
ورکړی دی .
دخوست والي دخبرو وروسته هغو ځوانانو ته چې د لېنکن ښوونیز مرکز کې یې د
کمپيوټر په برخه کې پنځه میاشتنۍ زده کړې سرته رسولي ، دوی ته د خوست والي
عبدالجبارنعیمي او نورو مشرانو په لاسونو باورلیکونه ورکړل شول .همداشان د پښتني
دود له مخې دخوست والي ، د ولایتي شورا ریس او د لېنکن ښوونیز مرکز مسوول ته د زده
کوونکو له لوري یوه ، یوه لنګۍ ورپه سر
شوه .
د ولایت مقام مطبوعاتي دفتر
ورځ :شنبه
نېټه :۱۳۸۹/۱۲/۲۹