
د نوي ۱۳۹۰ هجري لمريز كال د رارسيدو له امله ټولو دردمنو ،
كړيدلو ،بي وزلو ، يتيمانو ، كونډو ، او
بي وسه هيواد والو ته د زړه له كومي مباركي وايم
داچي ۱۳۸۹ هجري لمريز كال كي پرمختګونه هم شوي ، لكه د بيا رغاوني ، ښي
حكومت داري ، د سولي هڅي او داسي نور خو سره له دي ناورينو ، بدبختيو ، افغان وژني
، او له ستونزو ډك كال هم وو او زمونږ
ډيري ميندي او خويندي يي د وير په ټغر كښينولي
ګرانو افغانانو ! زمونږ هيواد او هيوادوال له تيرو ديرشو كلو
راهيسي په هر راز كړاوونو درديږي ، هر ښكيلاك خپلي وسلي او زور په خپل وس زمونز پر
مظلوم او بيچاره ولس و آزمويه ، او په
ټولو چارو كي د مرموزو لاسونو لخوا
لاسوهنه روانه ده ، هغه مشهوره
خبره ده چي كواكي ټول په دي هڅه كي دي تر اوڅو اوبه خړي كړي او د خپل په كټه كبان
ونيسي
د نوي ۱۳۹۰ هجري لمريز كال په مناسبت هيله مو دا ده چي د غه
را روان كال په يوه نيك فال ونيسو او دغه كال د ملي پخلايني ، ملي روغي جوړي ، امن ، سوكالي ، رغوني ، بيا
رغاوني او په ګران هيواد كي د دايمي سولي او ثبات باعث شي
خداي دي وكړي چي نور زمونږ
په ګران هيواد كي بهرني لاسوهني بندي شي او جګړي ته د تل لپاره د پاي ټكئ
كيښودل شي
په ځانګړي توګه د پكتيا والو نه غوښتنه مي داده كه مونږ او تاسو و غواړو چي سيمي ته مو رغونه او
بيا رغونه راشي ، نو څو ځله مي دا خبره كړي او بيا هم وايم چي يواځينۍ لار يي له دولت
سره مرسته او په سيمه كي امن او سوله ده
د امن په راوستلو كي
قومي تړونونه مثبته اغيزه لري ، په دي معني چي په سيمه كي به ښوونځيو او كلنيكونو ته ودانۍ او سړكونه د تګ او راتګ
لپاره جوړ شي .
نو راځۍ يو ځل بيا د هيواد په معاصر تاريخ كي دا ثابته كړو چي
پكتيا د هسكو شملو او ميړنوو سيمه ده او دا سيمه دا من كور دي.
په پاي كي له ټولو هيواد والو هيله مند يم چي د غليم په وړاندي سره يو موټي شي او هيچاته دا
اجازه مه وركوۍ چي په آرام كور كي مو اور بل كړي او انګړ مو نا آرامه ، خوب مو نا قراره او ژوند مو برباد كړي.
تاسو ټولو ته خوشحاله
او سوكاله كال غواړم
ډګر جنرال جمعه خان همدرد
د جمهور ريس سلاكار وزير او د پكتيا
والي