د ۱۳ ميليونه ډالرو په ارزښت د عامه نظم قومانداني پرانيستل شوه


تيره ورځ د هغو ځانګړو مراسمو په ترڅ كي چي  په زرمت ولسوالي كي له همدي امله جوړ شوي وو د سلاكار وزير او پكتيا والي ډګر جنرال جمعه خان همدرد  زرمت ولسوالي ته سفر وكړ او د عامه نظم پوليسو لپاره جوړه شوي ودانۍ يي  د پټۍ په پريكولو سره پرانيستل شوه
 
دغه ودانۍ په افغانستان كي د امريكايي نظامي انجنيري قول اردو لخوا  د ۱۳ ميليونه ډالرو په ارزښت په ۲۲ مياشتو كي جوړه او چاري يي له ټولو اړينو ملحقاتو سره بشپړي شوي
 
ددغي پروژي چاري پروشيا تركي شركت پر غاړه لرلي او په دغه ودانۍ كي شاوخوا ۲۵۰ كسانو ته د كار زمينه هم برابره شوي  چي ۳۰ تنه يي تركي انجنيران او مسوولين وو
 
د دي پروژي په پرانيسته كي پكتيا والي ښاغلي همدرد د سيمي خلكو ته د مباركۍ تر څنګ د پوليسو د وړتيا او زړورتيا خبره وكړه او وي ويل چي ددي ودانۍ په جوړيدو به زرمت ولسوالي كي د عامه نظم د پوليسو د ځاي ستونزه تر يو حده ختمه شي
 
همدرد وويل ( زه د زرمت له ټولو خلكو منندوي يم چي د امنيت په ټينګښت كي يي له خپل حكومت سره همكار دي او همدا رنګه زياته يي كړه چي له روان كړكيچ څخه يواځيني د وتو لاړ زده كړه ده او كوښښ وكړي چي خپل زامن زده كړي ته واستوۍ)
 
په دي وداني كي شاوخوا ۳۵۰ تنه پوليسو لپاره د ژوند ټولي اسانتياوي په پام كي نيول شوي ، لكه  تعليم ، سپورت ، خوب ځاي ، خوړنځاي  او داسي نور
 
د يادولو وړ ده چي په دي مراسمو كي پر والي سربيره  د ملي امنيت ريس ، د ولايتي شورا ريس او د بيا رغاوني ټيم مشر برخه اخيستي وه
 
رو ح الله سمون
د عامه اړيكو مسوول او وياند