د سولې عالي شورا مشر برهان الدين رباني : د خوست خلک د سولې پلويان دي او د سولې لپاره په مېړانه کار کولای شي

د سولې عالي شورا مشر برهان الدین رباني د مطبوعاتي ناستې پرمهال په خوست کې د سولې لپاره ترسره شوي هڅې پر ځای وبللې او هیله یې وښوده، چې دغه پروسه د خوست سرلوړو قومي مشرانو ، دیني عالمانواو د ولس د ټينګ عزم په پایله کې ولایتي اداره یې ترمنزله ورسوي .
دا څرګندونې پروفیسور برهان الدین رباني وروسته له هغې چې دخوست له بېلابېلو قومونواوادارو مشرانو همداشان دسولې سیمه ایزې شورا د جوړو شویو دریو کمېټو غړیو سره د جلا، جلا ناستو کولو د ملي ، نړیوالو او سیمه ایزو رسنیو کارکوونکو په وړاندې په ډاګه کړې .
په دې ګډ مطبوعاتي کنفرانس کې دسولې عالي شورا مشر استاد رباني ، د خوست والي عبدالجبارنعیمي، د سولې عالي شورا د دارلنشاه ریس او په کورنیو امنیتي چارو کې د ولسمشر سلاکار معصوم ستانکزي او د سولې عالي شورا د عامه پوهاوي د کمېټې مسوول قاضي محمدآمین وقادګډون درلود.
په پيل کې والي عبدالجبارنعیمي په خوست ولایت کې د سولې شورا د طرزالعمل مطابق د ترسره شویو فعالیتونو په تړاو مالومات وړاندې کړل . د ده په وینا په دې ولایت کې د سولې ولایتي شورا جوړه شوي او خپلو موخو ته د رسېدو په خاطر په دریو برخو،امنیتي ، انکشافي او د سولې په کمېټو وېشل شوي ، ترڅو وکولای شي د یادې پیل شوي پروسې بهیر په دې ولایت کې په منظمه توګه پر مخ یوسي .
همداشان د خوست دسولې جوړې شوي شورا په پرلپسې توګه د نظر خاوندانو ، دیني علماوو ، مدني ټولنو ، رسنیو او قومي مخورو مشران سره په همدې تړاو ناستې کړي او د سولې لړۍ په مخ کې شته خنډونه په نښه شوي ، چې د سولې عالي شورا راغلي پلاوي ته د لازمو وړاندیزونو سره یو ځای په ګوته شول .
دښاغلي نعیمي په خبره چې د سولې عالي شورا مشر استاد برهان الدین رباني او پلاوي صادقانه هڅې همداشان د خوست خلکو د سولې سره لېوالتیا د دې ښکارندویي کوي ، چې د سولې پیل شوي پروسه به په خوست ولایت کې ژر د بریا ترمنزله ورسیږي .
د خوست والي عبدالجبارنعیمي په دې ګډ مطبوعاتي کنفرانس کې وویل د خوست ولسونو تل خپله مېړانه په هر ډګر کې ښودلي ، د دولت او خپل اسلامي نظام پلوي یې کړي ، چې ښه بېلګه یې د نشه یي توکو د مخنیوي په مبارزه کې لومړی مقام ګټل دي .خو په دې تمه یو ، چې په ورته بڼه د سولې پروسې ویاړ هم خپل کړي .
ورپسې د سولې عالي شورا مشر پروفیسور   برهان الدین رباني  د رسنیو په وړاندې وویل ، چې په دې ولایت کې شوي پرمختګونه همداشان هغه څه چې دوی ته د خوست ولایت  د دیني علماوو ، قومي مشرانو اورېدلي او یا یې په خپلو سترګو کوم پرمختګونه لیدلي دي، له دې مالومیږي، چې د خوست خلک د سولې پلویان دي او د سولې لپاره په مېړانه کار کولای شي .
د نوموړي په خبره دا منل شوی حقیقت دی ، چې په جنګ ځپلو هېوادونو کې د سولې راوستل له بېلابېلو خنډونوسره مخ کیږي او خلک یې هم په اړه بېلابېل نظرونه لري ، خو موږ دې هدف ته د رسېدو په موخه د زیاتو هلو ترڅنګ د نړیوالې ټولنې پوره همکاري خپله کړي ده .همداراز د ګاونډیو هېوادونو لوړ پوړو چارواکو ژمنه کړي ، چې د سولې پروسې د بریا لپاره به د سولې عالي شورا سره په ګډه مبارزه کوي .
د ښاغلي رباني په وینا چې نړیوالو دا منلي چې دغه ستونزه د زور پر ځای د سولې له لارې په ښه بڼه هوارېدای شي .ځکه چې د ټول ولس غوښتنه سوله ده .خو ده په دې برخه کې د نورو ترڅنګ    د رسینو رول اړین وباله، چې کولای شي خلکو ته د افغان دولت رښتینی انځور وښایي .ترڅو له دې لارې هغه مرور وروڼه چې په یوه او بله بهانه تېروتلي ، هېواد ته راستانه شي او د خپلو مسلمانانو وروڼو د ځورولو لاس واخلي .
وروسته د مطبوعاتي کنفرانس برخوالو ، د خبري رسنیو مسوولینو پوښتنو ته په خپل وار ځوابونه وویل .ددوی په ځوابونوکې دا په ډاګه شوه ، چې په دې لاره کې زیات پرمختګ شوی ،همداشان د هېواد په داخل او بهر کې د مخالفینو سره د بېلابېلو لارو څخه په استفادې تماسونه نیول شوي او د سولې خبرې روانې دي .
له بل پلوه ځينې منفي اوازې چې د سولې پروسې په تړاو کیږي ، هغه بې بنیاده وبلل شوې . د دوی په وینا د سولې په خلاف خبرې یوازې د ځينو کړیو د نظر ښکارندویي کوي، خو په عمل کې دغې شورا تر دې مهاله ګڼې بریاوې لاسته راوړي .همداشان هغه مرور وروڼه چې د سولې له پروسې سره یو ځای کیږي ، د سولیز ژوند د پيل کولو لپاره یې افغان دولت پوره چمتوالی لري .
د ولایت مقام مطبوعاتي دفتر
مسوول :مبارزمحمدځدراڼ
ورځ : پنځم
نېټه :۱۳۸۹/۱۲/۲۶