غزل

دا منـم چې يـوه ورځ بـۀ ځـان ځـانـي وي   
خو زما زړۀ بۀ بيا هـم ستـا آرمـانـي وي

مـونــږه ولـې پسې ورک يــو دَ کــورکلي   
داســـې اورمـــه چــې رزق آسـمـانـي وي

کۀ دي زۀ دَ تنهـايـئ دَ بـلا خـلاص کــړم  
اے نصـيبـه ! دا بـۀ ستـا مـهـربـانـي وي

داسې خلق بـۀ پـۀ خپلـو کـړو شـرمـېـږي  
چې پۀ نيت باندې راغـلي دَ ورانـي وي

دا حالا تـو داسې اوکـړل شکمـن نــۀ شے
 پۀ والله کۀ دَ چا زړۀ کښې بيماني وي

دَ چــا هيـڅ کار دَ ښـېـرو ورســره نشتــه  
تواب هسې پۀ هرکارکښې تاواني وي
                 ♦♦♦♦♦♦♦♦
                 2004/5/9 __ الرياض