
دغه پروژه د سلاكار وزير او پكتيا والي ډګر جنرال جمعه
خان همدرد لخوا د پټۍ په پري كولو رسما ګټي اخيستني ته وړاندي شوه
د بريښنا دغه پروژه د سيد كرم ولسوالي كي پلي شوي چي چاري يي په
ګرديز كي ميشت د بيارغاوني ټيم لخوا په ۲.۵ ميليونه ډالرو د دوه كلونو په ترڅ كي
بشپړي شوي دي
دغي بريښنا د سيدكرم ولسوالي
د بازار سربيره ۱۲ كيلومتره شبكه پوښلي ده چي خلك د بريښنا له رڼا برخمن شوي دي
د پكتيا والي ښاغلي همدرد په
وينا دا په ټول هيواد لمړني پروژه ده چي په امتحاني ډول پلي شوي او پايلي يي هم ښي
دي
دده په وينا دا لمريزه بريښنا
ده او د اړتيا په وخت كي ډيزلي ماشين هم لري چي د ژمي په موسم كي به د اړتيا په
وخت ګټه ورڅخه اخيستل كيږي او شاوخوا ۷۰۰ كورنو ته د بريښنا د ليږد وړتيا لري
د ولايتي شورا ريس او د سيد
كرم ولسوال د اپروژه يوه حياتي پروژه و بلله او وي ويل چي د بريښنا په راتګ سره په
ښار او بانډو او همدا رنګه د كسبګرو په
روزنيرو چارو كي خورا بدلون راغلي دي
د سيمي خلكو ښاغلي همدرد ته د
ښه راغلاست ترڅنګ ،هغه ته په وطن مين خطاب وكړ او د عزت پكړۍ يي له دي امله ور پر
سر كړه چي پكتيا ته يي نه هيريدونكي خدمتونه كړي دي
په دي مراسمو كي د پكتيا
ولايت د ملي امنيت ريس ، د ولايتي شورا ريس ، د بيارغاوني ټيم قوماندان قومي
سپينږرو او مشرانو برخه اخيستي وه
روح الله سمون
د عامه اړيكو مسوول او وياند