
د میدان وردګو ولایت د سل ګونو ښځینوو دښځونړیوالې ورځ په لمانځن غونډه کې دیومارش په
ترڅ کې په وسلوالو مخالفینو غږ وکړو چې دسولې ټکري په خاطر دې نور دوینو تویولو
څخه لاس واخلي.
د میدانښار د ګربت هوټل
د غونډو تالار کې دښځو دپیوستون نړیوالې سلن کلنې ورځ دلمانځلو په موخه ددې ولایت څه باندې اتو سوو ښځو دسولې ټکري
ترنامه لاندې په یوه لویه غونډه کې چې دسولې عالي شورا استازو هریو جهادي شخصیت
قاضي محمد امین وقاد،سلاکار وزیرا و دسولې عالي شورا غړی مولوی محي الدین بلوڅ،په
ولسي جرګه کې دنورستان دخلکو پخوانۍ استازې او دسولې عالي شورا غړې حوا علم
نورستانۍ،دمیدان وردګو والي محمد حلیم فدایي،ددې ولایت دسولې او ولایتي شورا غړو
برخه اخیستې وه.
په پیل کې ښاغلي
والي راغلو میلمنو ته دښه راغلاست ترڅنګ په دې ولایت کې دسولې دبهیر
دپياوړي کولو په موخه دولایت مقام لخوا شپږو په لاره اچول شوو پروګرامونو ته اشاره
وکړه او زیاته یې کړه دسولې ټکری چې
مخاطبین به یې درنې او اغلې خویندې او میندې وي،دسولې قلم چې مخاطبین به یې دپوهنې
منسوبین وي،دسولې نیالګی چې مخاطبین به یې ګروندګر،پرمختیایي شوراګانې او بڼوال
وي،دسولې پټګي چې مخاطبین به یې شملور قومي مشران وي،دسولې ممبر چې مخاطبین به یې
دیني علما او امامان وي او دسولې سندره چې مخاطبین به یې ځوانان او فرهنګیان وي چې
په نوښتیز ډول دټولنې دهمدغو مهمو کسانو لپاره په لاره اچول شوې او په سوله کې
دنوموړو اساسي نقشونو ته به پکې ځای ورکړل شوې وي او دهر پروګرام په اړه به دسولې
لړۍ ترنامه لاندې یو یو کتاب دچاپ په ګاڼه سمبال شي ترڅو زموږ دټولنې همدغه مهم
ارزښتونه دتاریخ پاڼو ته ورسیږي او په اړه یې عام خلک پوهاوی ترلاسه کړي.
همدارنګه ښاغلي فدایي
وویل د افغانستان په تاریخ کې تل ښځو دمیړانې کارنامې ترسره کړي او دسولې روان
بهیر کې هم دښځو نقش دهیرولو وړ نه بلکې
دنوموړو خویندو اومیندو درانه ټکري کولای شي چې روانو بدبختیوو او وینو تویولو ته دپای ټکې کیږدي، نوموړي
دسولې ټکري پروړاندې دکور دباندې او دکور دننه دهرډول خشونت دلمنځه تلو هیله
وښوده.
ښاغلي محي الدین بلوڅ په
خپلو خبرو کې دښځو دنړیوالې ورځ په اهمیت
او دسولې د ارزښت په اړه وویل چې ښځو ته داسلام مقدس دین زیات اهمیت ورکړې
او دنوموړو نقش او ونډه هم دپام وړل بلل شوې چې له امله همدغو ښځو دتاریخ په حساسو
پړاوونو کې سترې ویاړنې ګټلي دي.
ښاغلي قاضي محمدامین وقاد
بیا دسولې دعالي شورا په لاسته راوړنو او روان پیل شوې بهیر په اړه ګډونوالو ته
معلومات ورکړل چې په لوړه کچه وسلوالو مخالفینو سره داړیکو نیولو زمینه برابره شوی
او یو زیات شمېر پرمختګونه ترسره شوې،نوموړي په اسلامي ټولنه کې دباعلمه ښځو
ویاړونو ته هم اشاره وکړه او زیاته یې کړه چې په همدې موخه دسولې په عالي شورا کې
دښځو ونډه په پام کې نیول شوې ترڅو وکولای شوو دهر ډګر او هر سنګر له لارې دایمي
سوله یقیني کړو. نوموړي دولایت والي دعلمي او فرهنګي شخصیت ستاینه وکړه او ویې ویل
په دې ولایت کې موږ داسې پرمختګونه او نوښتونه ولیدل چې په لومړیو درجو ولایتونو
کې هم نه لیدل کیږي او نوموړي ټولنیز خوځښتونه موږ ته دقومونو ترمنځ دیوالي او
اتحاد زیرې راکوي.
اغلې
نورستانۍ بیا دښځو نړیوالې ورځ په اړه دښځو دپياوړتیا او غښتلتیا په اړه خبرې وکړې
او ویې ویل تراوسه هم زیات شمیر ښځې په ښارونو او بانډو کې دبیلابیلو ننګونو او
ناوړو دودونو ګواښونو سره مخ دي چې دخلاصون یوازینې لاره دښځو علمي او پوهاوي کچې
لوړول او عامه پوهاوي په اړه خوځنده پروګرامونو پیل کول دي لکه چې دنوموړي ولایت
نوښتګر والي لخوا په لاره اچول شوې چې
لاهم موږ د داډول موثر پروګرامونو څخه پراخ ملاتړ کوو.
دولایتي شورا مرستیالې
حلیمه عسکري،دښځو چارو سرپرستې مینا احمدي هم دښځو نړیوالې ورځ په اړه خبرې وکړي
او په دغه برخه کې یې لاپاتې شتنه ستونزو او ګواښونه ته اشاره وکړه خو هیله یې
وښوده چې دښځو کلک او پیاوړی عزم موږ ته دښه راتلونکي زیرې راکوي.
دسولې ټکري په نوم ولایت
مقام په زیار او مالي لګښت دښځو په اړه
چاپ شوې کتاب او هم دسولې جوړ شوې ټکري چې
دغونډې ښځینه ګډونوالو لخوا اغوستل شوې وو غونډې ته لا ښکلا وربخلې وه.
همدارنګه دولایت دښځینو
لخوا دلاسي صنایعو په زړه پورې نندارتون هم دغونډې دګډونوالو لخوا ننداره شوو او
په ولایت کې دښځوبڼ د شهېدې پیغلې ګل مکۍ په نوم نومول شوې وو دپټۍ په پریکولو سره
پرانیستل شو.
په پای کې دراغلو ښځو لخوا په مرکز میدانښار کې
مارش هم ترسره شوه چې سولې ټکری یې وسلوالو مخالفینو ته دپښتنې او افغاني دود
پربنسټ دسړک پرمخ خور کړو ترڅو روانه جګړه دسولې او خبرو اترو له لارې حل او وینو
تویولو ته دپای ټکې کیږدي ترڅو بیا میرمنې کونډې او خویندې بې پلاره نشي او په
سوله ایزه فضاء کې دژوندې خوږې شیبې تیرې کړي.
د ولایت مطبوعاتي دفتر
Maidan.pressoffice@gmail.com، شاهدالله
شاهد۰۷۸۹۶۳۱۸۶۰