د ښځو د نړيوالې ورځې لمانځغونډه

د مارچ اتمه چې د نړ د ښځو د يوالي نړيواله ورځ ده ، په نړۍ کې ټولو ښځو لپاره ترټولو با ارزښته ورځ ده ، دغه ورځ په ټولنه کې د هغوی ونډې او ټولنيز ، سياسي ، اقتصادي او فرهنګي ژوند کې د هغوی مشارکتي يوالي ښکارندوي بلل کيږي .
دغه ورځ په خوست کې د فعالو مير منو او د ښوونځيو زده کوونکو انجونو له خوا د ميلمستون په ودانۍ کې د پراخې راټوليدنې په ترڅ کې چې د خوست والي ښاغلي عبدالجبار نعيمي هم حضور درلود، ولمانځل شوه .
د راټوليدنې مراسيم د خور شکيلا لخوا د پاک قران د مبارکو اياتونو په تلاوت سره پيل شول . ورپسې د ښځو چارو رياست سرپرستې ميرمن خاور اميرې د ښځو چارو وزارت هغه پيعام د غونډې برخوالو ته ولوست چې پکې د ميرمنو رول په ټولنه کې بيان شوی ؤ .
په ياد شوي پيعام کې د خوستوالو مېرمنو غوښتل شوی چې د هيواد په پرمختګ او ماشومانو په روزنه کې خپله ميړانه ژوندی وساتي ترڅنګ يې ډاډ ورکړی چې د خپلو شته امکاناتو سره به د دوی ستونزې او پروړاندې يې شته خنډونه له منځه يوړل شي .
د خوست والي محترم عبدالجبار نعيمي د خپلې وينا پرمهال وويل چې په نړی کې د ښځو نړيواله ورځ په بيلا بيلو ډولونو امنځل کيږي چې پدې ورځ ميرمنې د خپل ژوند ښه والي ، د حقونو د خونديتوب او د دوی پرمختګ او پروړاندې يې شته ستونزو ته د بنسټيز حل لارې په ګوته کيږي .
د ده په وينا چې افغان مېرمنې د تيرو جکړو او خپل منځي نخوالو پر وخت دټولنيز ، اقتصادي ، فرهنګي ، سياسي  او امنيت څخه ډيرې زوريدلي دي .
همداشان د نورو افغان مېرمنو ترڅنګ په خوست کې ميندې او خويندې د زياتو کړاوونه سره مخ شوي چې د قومونو ترمنځ د غرونو پرسر خپل منځي لانجې هغه څه و چې د خوست والو ژوند يې د خطر سره مخ کړی و او تل به زموږ ميندو او خوندو د دې په تمه و چې وروڼه او زامن  يې کور ته ژوندي راوګرځي خو د دغو ستونزو په هواري د خوست ولايتي اداره اوس وخت بريالی شوي ده .
د نوموړي په وينا د هغو ستونزو چې له امله ميرمنې په هر ډګر وروسته پاتې شوي د افغانستان اسلامي دولت يې د هواري په لټه کې دي او پدې کار کوي چې د دوي لپاره د زده ښه زمينه برابره کړي او ترڅنګ يې هغه ناوړه دودونه چې له امله يې افغانی بې وزله خويندې زوريږي لکه په بدو کې د انجونو ورکول يا د زيات ولور په مقابل کې د دوی د خوښې پرته مشرانو واده ول او نورو په له منځه وړلو په هڅه کې دي خو د دې نخوالو په مخنيوي کې د ميندو رول د هر څه اړين او مهم دی چې خپل اولادونه په ملي او اسلامي روحيه وروزي .
ده زياتوله چې په خوست کې د قومونو ترمنځ د لويو ستونزو په هواري سربېره د خويندو لپاره هم د پام وړکارونه شوي چې ښه بېلګه يې د  شيخ زايد پوهنتون سره د انجونو لپاره د ليليې جوړيدل دي همداراز په راتلونکي ښوونيز کال کې ولايتي اداره پلان لري چې د دوی لپاره نورې ليسې هم ورغوي ، د کورسونو او نورو تعليمي پروګرامونو له لارې د دوی استعدادونه لوړ کړي .
د ده په وينا ، ((که چيرې افغان مېرمنې د تعليم په زيور سمبال شي نو کولی شي لدې لارې په هيواد کې ټول هغه فکتورونه چې له امله يې افغان ولس زوريږي او د هيواد وروسته والي سبب شوي ، له منځه يوسي )).
والي نعيمي د ناستې برخوالو ته چې اکثريت يې انجونې وې وغوستل چې د علم په زده کړه کې نه ستړي کيدونکي ستونزې وګالي او ټاکل شوي هدف ته چې د ګران هيواد جوړونه او د ولس د زورونې مخنيوی دی ، ځان ورسوي .
د نوموړي په خبره که زموږ ميندې خپل اولادونه ښه ورزي ، دوي ته وښايي چې د موږ ټول ورڼه يو او سمې لور ته يې سوق کړي نو لدې لارې کولی شي خپلې کونی ته خوښي ورپه برخه کړي او هيواد د پرمختګ لوري بوزي . نوموړي د خوست ولايتي ادارې په استازيتوب د خوست ټولو ميندو او خويندو د ښځو نړيوالې ورځې مبارکي وويله او هيله وکړه چې نور پدې هيواد دافغان ولس  د وينو تويولو مخه ونيول شي .
د ولايتي شورا منشي مېرمن زهره جلال په الهي قانون کې د ښځو د حقونو په تړاو خپل مالومات د ناستې برخوالو خويندو ته ډاګه کړل . د جلال په وينا چې د اسلام مبارک دين کې د ښځو ته زيات دراوی شوی که چيرې مېرمنې د خپلو خاوندانو او ماشوم پالنې حقونو ته سمه توجه وکړي همداشان نارينه د خپلو اولادونو او مېرمنو حقونو ته درنوی ولری نو په ټولنه کې د خوشنتونو مخه په خپله نيول کيږي .
نوموړي زياتوله ترهغې پورې چې په يوه کورنی کې اسلامي قوانين په رښتوني معنی پلي نشي نو خوښيو او پدې هيواد کې د نخوالو مخنيوی ناممکن دی نو په کار دي ټول هغه څه چې په قران کې يې بيان شوی خپل ژوند يې په چوکاټ کې تېر کړو .
په خوست کې د يون ټولنې مشرې نصرين احساني د ميرمنو پروړاندې پراتې ستونزې د ناستې برخوالو وړاندې کړې څو دولت يې د هواري لپاره لازمې لارې چاري ولټوي . د هغې په خبره اندچې مېرمنې د انسانانو نمايي تشکيلوي نو د ټولنې نيم په نيمه پرمختګ په دوی پورې تړلی دی .
احساني زياتوله چې داوخت افغان مېرمنې د وژند په ټولو فغاليتونو کې وروسته پاتې او ژوند د ناوړه دودونو په پايله تردې بريد ستونزمن شوی چې له امله يې د ځان وژنې ته مخه کوي .
نوموړي د اوسنی ادارې فغاليتونه د ستايلو وړ وبلل چې د نورو فغاليتونو ترڅنګ يې د هغو د دودونو په مخنيوي کار کوي چې له امله يې افغان مېرمنې شپه او ورځ زوريږي او دوی ته د حقه حقونو د ورکړې په موخه کار کوي .
ميرمن پلواشې د خپلې وينا پر وخت د افغان ميرمنو پر فغاليت خبرې وکړي چې په هر ډول شرايطو کې په مستقيم او په غير مستقيم ډول  خپل موقف پرځای ساتلی او د هيواد د ښيرازی په موخه  هرډول زخمتونه زغملي دي . خو اوس په کار دي چې ټولې خويندې په ميړانه د علم لار خپله کړي تر څو د خپلو وروڼو ترڅنګ د ولس د ارامی لپاره عملا کار وکړي .
د ولايتي شورا وکيلې مېرمن اکمينې هغه څه اشاره وکړه چې له امله يې ماشومان نا سم لوري ته هڅيږي . د هغې په وينا زموږ په ټولنه کې ميندې خپل نارينه ماشومان د لورګانو زيات تشويکوي او په غلتو کارونو يې هم پروا نه کوي ، کله چې په يوه کورنی کې د ماشومانو (هلکانو او انجونو ) ترمنځ تفاوت وشي دا عمل پخپله کورنی د ناوړه پايلو سره مخ کوي .
اکمينې د خپلو خبرو په وروستی برخه کې پر ميندو غږ وکړ چې د خپلو اولادونو په تعليم او تربيه کې زيار وباسي ترڅو شته نخوالې په خپله پای ته ورسيږي .
خور شکيلا په خپله ليکل شوي مقاله او شعر کې د ميندو مظلوميت په ډاګه کړی او خلکو ته يې د پيعام ورکړ چې پرته د مېرمنو شتون د دې خاورې پرمختګ ناممکن دی .
لطيفه عمري د افغاني مېرمنو  په ميړانه  نظم تيار کړی  چې کولی شي په  هر ډول حالاتو کې د خپلو وروڼو ملاتړ وکړي ، د هيواد په ازادی او جوړونه کې برخه واخلي .
د انجونو له جملې خور زرغونې په خپل شعر کې د مور غزمت او مهرانۍ ته انعکاس ورکړی . ديته اشاره کړی چې هرڅوک بايد خپلو ميندو او خويندو ته د غم پر ځای خوښي راوړي .
د خوست تلويزيون وياندې منيتا په خپل نظم کې وروڼو ته پيعام ورکړی چې د جنګ ستړي شوي يو ، نور د خپلو افغاني  ورونو او پلارونو د وينو تويولو زعم نه لرو يواځې ، د امن غوښتنه پکې شوي  .
راضيه په خپله ليکل شوي مقاله کې د خوږې مور ستاينه کړي او دوی ته په  پوره درانوي کائيل کيدلو ټينګار شوی او د ميندو غوښتل شوي چې خپلو اولادونو ته د ټوپک پر ځای قلم ورکړي څو هيواد مو د علم په براکټ د ابادی په لوري ګام واخلي .
زاهيده خوستی د وطن له مينې ډک شعر د ناستې برخوالو ته وړاندې کړ چې د يوه اباد افغانستان تمه پکې شوي وه او دې اميد پوره کيدو لپاره يې د افغان وروڼو غوښتنه کړي چې په خپلو کې سره يو شي .
د ښځو نړيواله ورځ د نورو په زړه پوري وينا وو ،شعرونو او مقالو په لوستلو سره ولمنځل شوه او پدې ځينو خويندو پدې موخه چې د خويندو استعدادونه خلکو ته وښايي په بهرنيو ژبو يې هم مقالي چمتو کړي وې چې د ناستې برخوالو ته يې وړاندې کړې .
د غونډې په پای کې د د ولايت مقام او  د لينک لنک ښونيز مرکز له لوري برابرې شوي ډالی او ستياينليکونه هغو مېرمنو ته ورکړل چې پدې ولايت کې د ښځو لپاره په بيلا بيلو برخو کې خدمتونه کړي .