
کل يوم عاشورا و کل ارض کربلا
هره ورځ د عاشورا ده او هره ځمکه کربلا ده.
په خپل ژوند کې په هرچا به کربلایوه جوړیږي
چې څوک ځي د جانان کورته په دې لاره به
تېریږي
هو دا یوه بله کربلا ده چې په افغانستان کې
کلونه کلونه کېږي جوړه شوې ده، خو نړۍ پرې سترګې پټې کړې دي.
لس کاله کېږي چې امریکا او ملګرو یې له
ترهګرۍ سره د مبارزې په پلمې سره پر افغانستان تېری کړی دی ویل یې چې په افغانستان
ته به امنیت راستون کړي، بیا رغونه به وشي، خلک به سوکاله ژوند پیل کړي او له
افغانستانه به ګل ګلزار جوړ کړي، خو موږ نن د لسو کالو په تېریدو سره وینوو چې
مکار او شیطان دښمن د خپلو ټولو شعارونو په اپوټه په افغانستان کې یوه بله کربلا
جوړه کړې ده.
هلته د افغانانو د دود، عنعنې، کلتور،
کورنۍ، دین او مذهب حریم مات شوی دی.
هلته په څو څو ځلې په جوماتونو بمبار شوی
دی.
هلته د مسلمان د ایمان هغه حساس ټکی وګواښل
شو، هلته د قرآن کریم سپکاوی وشو، هلته قرآن کریم وسوځول شو، هیلته قرآن کریم په
نېزو سورۍ سورۍ شو.
هو افغانستان نن یوه بله کربلا ده، لکه
څرنګه چې په کربلا کې د نبوي کورنۍ هغه تنکي تنکي ګلان د وخت د یزیدیانو له خوا
وریژیدل، نن د افغانستان په کربلا کې هم د ننیو یزیدیانو له خوا د افغانستان کمکي
کمکي زلمي ماشومان په بمباریو کې قتل عام کېږي.
دا قیامت دی که معراج دی او که ورځ د کربلا
دا شګو کې سرې وینې که ګلونه د لاله
سور خمار زهرو کې ګډده، ترې نه ډکه ده پیاله
څه په جوش ورته روان دی د مینو سربالا
هو دا رښتیا ده چې کربلا تر عراقه او عاشورا
هم د محرم تر لسمې محدوده نه ده، هر چېرې چې ظالم او مظلوم وي، هلته هم کربلاده هم
عاشورا.
نن په افغانستان کې هم کربلا جوړه شوې ده،
یزیدیان د نړۍ له هغه سره راغلي، محمدیان او حسینیان قتل عاموي.
لس کاله کېږي پر هغوی نوې نوې په یورانیمو
او فاسفورسو ککړې وسلې ازمويي.
د کونړ د غازي اباد په کربلا کې پر بې ګناه
خلکو بمبار وکړ، مړي پکې شوي وو، ا مریکايي جنرال، ډیویډ پټریووس دومره په بې شرمۍ
سره دروغ وویل، ګواکي دا وژل شوي افغانان
د امریکايانو د بد نامۍ لپاره خپلو میندو او پلرونو سوي وو.
دوی ګمان کوي چې افغانان به هم د ا
مریکایانو په شان بې ناموسه او بې غیرته وي چې د خپلو ناوړه موخو لپاره خپل ولسونه
هم قتل عاموي، لکه د سپټمبر د ۱۱مې پېښو کې ددې لپاره چې پر افغانستان د برید
لپاره پلمه برابره کړي، خپل درې زره وګړي یې په غبرګو برجونو کې قتل عام کړل.
ټول جهان تیارو کې ګېرشو خپل غیرت ایمان ترې
هېر و
چې بنده دبل بنده شي ډېر نسلونه کړي برباد
زور هم زهر هم شراب دي له سړي نه ځان خطا
کړي
د غرور ماڼۍ وې دنګه خو کچه یې وي بنیاد
هو لکه څنګه چې په ۶۱ سپوږمیز کال کې په نړۍ
په تېره بیا په اسلامي نړۍ تیارې خورې وې، دیزید په شان کس پکې را پاڅېدو، د زمانې
امام د اسلام د پيغمبر ګران لمسی او د هغه اصحاب، انصار او د کورنۍ واړه او لویان
یې په وینوولړل، هغه تنکي تنکي د نبوت کورنۍ ګلان یې د کربلا په ګرمو ریګونو
وریژول، غاړې یې ورته پرې کړې، نن ۱۴ سوه کاله وروسته هماغه شان توره ورځ د په
افغانستان کربلا راغلې ده، ۳۴ کاله کېږي چې ددغه مظلوم غم ځپلي هېواد مظلوم ولس،
ښځې، نارینه او ماشومان ځورول کېږي، شهیدان کېږي او قتل عام کېږي.
موږ کومه کومه پېښه نن یاده کړو، د ارزګان
ولایت د دهراوت ولسوالۍ هغه په واده باندې بمباري یاده کړو، چې د ناوې او زوم په
شمول پکې ۵۰ پورې بې ګناه افغانان شهیدان شول.
موږ د خوست، پکتیکا او پکتیا په کاروانونو
او هدیرو او زیارتونو بمبارۍ یادې کړو، که موږ د عزیز اباد او کندوز پې بې ګناه
خلکو بمبارۍ یادې کړو.
نن به ډېرې کمې سیمې او ځایوونه وي چې د
امریکا بې شرمو او بدنامو عسکرو نه خوندي پاتې وي.
وزیر غل امیر ډاکوشي ایماندار په سیند
لاهوشي
روغ به مري یابه غل کېږي چې ټول غله ترې نه
چاپېرشي
ټول وطن یوتور ځنګل شي یودبل په غوښو پايي
ځناور ترې امان غواړي چې انسان په کومه
تېرشي
دغه وخت کې د خدای رحم او رحمت په جوش کې
راشي
چرته غلی د چاکور کې یو حسین پکې پیداشي
چې دی ښه کلک پهلوان شي ورته جوړه کربلاشي
مرګه ته نوې معنا ورکړې، ژوند کې نوې رڼا
راشي.
هو داسې هم نه ده هر فرعون ته موسی او هر
یزید ته بیا حسین را پيداکېږي که امریکا په ډېر غرور کې ده په خپلو وسلو او الوتکو
توغندیو پېسو ډېره هم مغروره ده خو دا د مسلمان د ایماني وسلې په مقابل کې بیا هیڅ
وس نه لري
مسلمان د ایمان، معنویت او د اسلام د مینې
په وسلې سمبال دی، د افغانانو پلار او نیکه په ۱۹مه پېړۍ کې انګریزانو ته، په ۲۰مه
ټۍپېړۍ کې روسانو ته چې پر پر مختللو وسلو سمبال و، په خپلو ایماني وسلو او اسلامي
روحیې او وطن سره په مینې سره ماتې ورکړې ده، نو نن د هغو پلرونو او نیکونو
بچیان د افغانستان په کربلا کې شته او نن
به راپاڅېږي د خپلو هغو مظلومو بې ګناه شهیدانو د وژلې غچ به د وخت له یزیدیانو
اخلي او خپل هېواد به ازادوي
عاشق
حسین طوري