
د تېرې جمعې پرورځ
چې د روان ١٣٨٩ لمريزکال د کب مياشتې ديارلسمه کېده،د جلالکوټ ادبي خوځښت شلمه
پرله پسې اونيزه غونډه د ننګرهار د کامې ولسوالۍ په اخوند کلي کې د بېلا،بېلو سيمو
او ولايتونو د ليکوالو او شاعرانو په ګډون ترسره شوه.
دا غونډه په دې هلته
د هېواد د پياوړي ليکوال استاد محمد آصف صميم په بڼ کې وشوه چې خوځښتوال د يوه
کاروان په بڼه ټول استاد سره د کړې ژمنې له مخې کامې ته د هغه په نوښت او زيارد جوړشوي حمزه کتابتون په
پرانېستغونډه کې برخې اخېستو ته ورغلي ول.
په هغې پسې چې د
استاد صميم د دې سترنوښت په وياړجوړه شوې غونډه ختمه او د جمعې لمونځ ادا شو،د
جلالکوټ ادبي خوځښت پرله پسې شلمه اونيزه غونډه هملته د استاد صميم دوى بڼ کې د نېږدې
سلو ليکوالو او شاعرانو په ګډون د ايمل غيور په
وياندونۍ پيل شوه.
د غونډې پيل کې د
جلالکوټ ادبي خوځښت مشرارشادرغاند پرانېستونې ويناته وبلل شو.
ده وويل:خوځښت له
لومړي سره پلان درلود او لاهم لري چې جلال اباد پورې به محدود نه پاتې کېږي او د
ننګرهار بېلا،بېلو سيمو ته به خپلې هڅې
غځوي او کامې ولسوالۍ چې ورته د دې هڅو د غځولو لومړيتوب ورکړل شوى و،خوځښتوال خوښ
دي چې نن پکې خپلې غونډې (شل)کوي.
رغاند زياته
کړه:لنډ وخت کې به د خوځښت هڅې ترنورو ولسواليو هم ورسيږي او دې برخه کې ضرور ده
چې د ادب استادان او مشران مو لارښوونې او لاسنيوى وکړي.
د خوځښت مشر له
استاد صميم څخه مننه وکړه چې د کتابتون پرانېستلو د غټ نوښت خواکې يې خوځښت سره هم
په کامه کې د غونډې جوړولو پوره مرسته وکړه.
بياازاده مشاعره
پيل شوه چې د جلالکوټ ادبي خوځښت د نېږدې دېرشو غړو ترڅنګ پکې د کامې ولسوالۍ
نېږدې همدومره شاعرانو هم خپل شعرونه واورول.
د مشاعرې منځ،منځ
کې د جلالکوټ ادبي خوځښت غړو او خوږ غږو ترنم کوونکو:صابرشاه ساپي،حضرت يوسف
يوسفزي،الله محمد حسن زي او لعل وزير ترنمونه هم وکړل.
په مشاعره کې پرګڼو
ځوانانو او استاد صميم سربېره د کابل پوهنتون استاد لال پاچاازمون،د ننګرهارپوهنتون استاد استاد ببرک مياخېل،د خوست د شېخ الزايد پوهنتون استاد مولانا الياس وحدت،دګردېز پوهنتون
استاد
قاري عبدالله کاموال،د خوست
کليد راډيو مشر نقيب الله متونوال،د ننګرهار د عالي دارالمعلمين استاد شېرحسن
کمالزي،کابل کې مېشت پياوړى ځوان شاعر او ليکوال طايرځلاند او له کونړ او لغمانه
راغلو يوشمېر ځوانو شاعرانو برخه لرله.
مشاعره مازېګر ناوخته
پاى ته ورسېده او د ګردېز پوهنتون د ادبياتو استاد عبدالله کاموال يې ارزونې ته
وبلل شو.
ښاغلي کاموال دا
مشاعره د جلالکوټ ادبي خوځښت يوه لاسته راوړنه او نوښت وګاڼه او ويې ويل په دومره
کلونو کې يې نه ياديږي چې جلال ابادمېشتي فرهنګيان دې کومې ولسوالۍ ته داسې فرهنګي
سفر کړى وي.
ده هيله وښوده چې
خوځښت به وکړاى شي خپلې داډول هڅې لاپسې زياتې او ټول ننګرهار ته وغځوي.
وروسته د جلالکوټ
ادبي خوځښت غړو په ډله ييزه توګه له حمزه
کتابتون څخه ليدنه وکړه او يادګاري تصويرونه يې پکې واخېستل.
د خوځښت غړو استاد
صميم سره ژمنه وکړه چې په لومړي سرکې به ژر سل ټوکه کتابونه دغه کتابتون ته د مرستې په
توګه راوړي او خپلې دا هڅې به بياهم روانې ساتي.
له استاد صميم او
کاموالو فرهنګيالو سره ترمخه ښې وروسته د خوځښت غړو څو موټريز کاروان هماغسې چې د خوښۍ
او ترنم فضاکې کامې ته تللي وو،په خوښۍ اود کاموالو له مېلمه پالنې په مننې سره د
جلال اباد خواته را روان شول.
هېره دې نه وي چې
جلالکوټ ادبي خوځښت خپلې اونيزې غونډې د هرې جمعې
ورځې پرسهار د جلال اباد بي بي حوالېسې شاته د ننګرهارټولنيز مرکز مېديوتېک
په انګړ کې کوي.
دې غونډو کې معمولا
د تېرې اونۍ تررپوټ اوريدو وروسته يو تن ادبي درس ورکوي،بياد ادبي ازمېښت برخه ترسره
کېږي،ورپسې پريوې منظومې يامنثورې ادبي ليکنې کره کتنه او بيامشاعره وي.
جلالکوټ ادبي خوځښت
تراوسه په کامه کې پردې ځانګړې غونډې سربېره د دوو شعري ټولګو او يو نثري کتاب د
مخکتنې غونډه هم نيولې.