
په روسیه کې
د ( هېودانۍ دفاع ) دمجلې مسوول مدیر ایګور کوروتڅینکو وايي : متحده ایالات
غواړي ،چې دډګروال معمر القذافي یا ترور شي اویا ژوندی ونیول شي .
ایګور زیاتوي : متحده ایالاتو داسې یو پروګرام چمتو کړې دی ،چې له مخې به ېې القذافي وژل کیږي
او یا به ژوندی نیول کیږي دا پروګرام کټ مټ دصدام حسین هغه په څیر دی .
دپروګرام دجزیاتو له مخې القذافي به یا دلاریون کوونکو لخوا په هوايي بمبارۍ کې وژل کیږي او که ونیول شو اعدام به شي خو متحده ایالات به په
دې اړه هیڅ تبصره نه کوي .
ایګور دا هم زیاتوي دامریکا نظامي سیناریو داده ،چې دلیبیا پر
الوتکو به دپروازونو بندیز ولګول شي هسی
نه ،چې حکومت دا دلاریون دګډونوالو پر ضد
ونه کاروي دمعلوماتو له مخې اوس د لیبیا هوايي حریم دنړیوالو پروازونو پر مخ ممنوع اعلان شوې دی .
ایګور وايي : دامریکا یو پلان دا هم دی ،چې
دلیبیا ټول بندرونه محاصره شي او دوضعیت د لا زیاتو خرابیدو په صورت کې به
دالقذافي استوګنځای ، پوځي بارکونه ، وسله
تون بمباري کړي ،چې پوځ شل شوټ شي .
ایګور په پای کې وايي : اوسمهال امریکا
داستخباراتي سپوږمګیو پر مټ دلیبیا په اړه
معلومات راټولوي ، چې داړتیا پر مهال ترې ګټه پورته کړي دا له
اټکل لیرې ده ،چې پنتاګون دې د ځمکې له
لارې په لیبیا کې ځان ښکیل کړي .
تر اوسه
روسیې ، ترکیې او ایران دامریکا او
لویدیځ له نظامي مداخلې سره مخالفت کړې دی
.