مارك : افغانستان اوپاکستان  باید له جنګیالیو سره خبرې وکړي

دافغانستان او پاکستان لپاره دولسمشر اوباما ځانګړې استازی  ،چې دا مهال له افغانستانه  لیدنه کوي  وايي : افغانستان او پاکستان  باید له جنګیالیو سره دخبرو اترو لار خپله کړي  ،چې په سیمه کې ټیکاو او سوله  رامنځته شي .
مارک په افغانستان  کې دامنیتي ستونزو دحل په برخه کې دپاکستان  په رول ټینګار کاوه ، نوموړی وايي : پاکستان او دسیمې نور هېوادونه  کولای شي ،چې په افغان ستونزه کې  محوري رول ولوبوي .
مارک وايي : په افغانستان کې دټیکاو او سولې په موخه  پاکستان ته ښايي ،چې په خپله خاوره دافغان جنګیالیو له منځه وړنې لپاره نورې  هڅې هم وکړي ، مارک دا هم زیاته  کړه موږ په افغانستان کې دایمي نظامي اډې نه غواړو بلکې له خپل ملګري  داوږدمهاله  همکاري  او مرستو ته ژمن  یو .
مارک ګروسمان  به  له افغانستانه  پلازمینې اسلام اباد ته ولاړ شي  دا افغانستان او پاکستان  ته دمارک لومړنی سفر دی .