داسلام په اړه د جرمني کورنيو چاورو وزير څرګندونې لانجه راپورته کړې

د اسلام په اړه د جرمني د کورنيو چارو نوي وزير (هانس پېتر فريدريش) څرګندونو په کورد ننه لانجه راپارولې ده. فريدريش ويلي ، چې اسلام په جرمني پورې اړه نه لري او نه به هم په راتلونکې کې د جرمني برخه شي. د دې پروړاندې په جرمني کې د مسلمانانو شورا او هم يو شمېر مخالفو ګوندونو غبرګون ښکاره کړی او د ده څرګندونې يې غندلې دي. د سوسيال دموکرات ګوند يو مشر غړي (ګونترام شنايدر) ويلي، چې فريدريش په خپلوڅرګندونو سره په جرمني کې د ري انتګراسيون مخه نيسي. نوموړی وايي، چې پنځه ميليونه مسلمانان  نور د جرمني د ټولنې يوه نه انکار کېدونکې برخه ده. د ده پر وړاندې په پارلمان کې د مسيحې دموکرات حاکم اۍتلاف مشر ويلي، چې اسلام د جرمني ټولنې ارزښتونه نه مني او نه به يې هم په راتلونکې کې ومني ، نو له همدې امله اسلام د جرمني برخه نه شي کېدای.
د يادونې وړ ده چې څو ورځې وړاندې د ترکيې ولسمشر په جرمني کې داسلام ضد احساساتو د زياتوالي له امله اندېښنه وښوده په اړه يې خبرداری ورکړ. په جرمني کې شاوخوا درې ميليونه ترکان او يو لک افغانان اوسيږي.