
دکورنیو او ملي امنیت
پخوانیو چارواکو ،چې د روان لمریز کال په منځ کې له خپلو دندو ګوښه شوې وو یوه موده
چوپ وو. اوس ددې دواړو له لوري یو لړ حرکتونه پیل شوي دي او
غواړي ،چې سیاسي ډګر ته راننوځي .
دراپورونو له مخې کېدای
شي اتمر او صالح دنوي حرکت په پیل سره یو ځل بیا دافغانستان دسیاسي ډګر لوبغاړي شي. دوی دواړو دا حرکت په رسمي توګه نه دی منلی ، خو دجمعې په ورځ اتمر دیوې ناستې په ترڅ کې ، چې
دامریکا ددایمي اډو په اړه جوړه شوې وه ځینې خبریالانو ته دا ویلي: هو موږ یو جریان لرو
او زموږ پروګرامونه هم تر یوه بریده مخکې تللې دي .
دګوند نوم معلوم نه دی
، اتمر او صالح ، چې دکوم جریان په اړه فکر کوي دا به اپوزیسیون وي او دطالبانو
ضد خلک دي دوی دجمعې په ورځ له طالبانو سره دحکومت دخبرو مخالفت کاوه او پر کرزي ېې
نېوکې کولې ،چې دملت جوړونې او بیا رغونې په اړه ېې دپاموړ کار نه دی کړی . ځينې سرچينې وايي، چې امرصالح به د حنيف اتمر لومړی مرستيال وي.
کېدای شي په امریکا کې
دیموکراتان له دې جریان ملاتړ وکړي او په راتلونکو ټولټاکنو کې
حنیف اتمر دکرزي دځایناستې په توګه ومني .
د پاملرنې وړ ده، له هعې ورځې چې اتمر او صالح له دندو ګوښه
شوي، کابل کې ځانمرګي بريدونه او چاودنې کمې شوي.
روهي ويبپاڼې دصالح او
اتمر دجريان په اړه د تير کال په اکټوبر کې دا خبر خپور کړې و : صالح او اتمر
دهندوستان په ملاتړ سياسي ګوند جوړوي