
نن دولسي جرګې دلومړي مرستیال څوکۍ لپاره ټاکنې دویم پړاو ته
ولاړې ،سبا ته به دکندهار داستازي خالد پشتون او دپنجشیر داستازۍ راحله نسیم ترمنځ بیا
ټاکنې کیږي .نن یو کاندید هم ونه توانید، چې 50+1 پوره کړي په دې ټاکنو
کې خالد پښتون ، حاجی سرور فایز ، فاطمه نظري ، راحله نسیم کاندیدان وو . په دې څلورو
واړو کې پښتون او راحله نسیم دویم پړاو ته ولاړل پردې سربېره ټاکل شوې وه ،چې سبا
ته به ولسي جرګه په حکومت کې درې امنیتي چارواکي هم خپلې عمومې ناستې ته راوبولي
او دوروستیو بمباریو او ملکي وګړو دوژنې په اړه به ورځنې پوښتنې وکړي ، خو دا
موضوع دچهارشنبې ورځې غونډې ته پاتې شوه .