په مزار شريف کې د ناټو پر کاروان بريد شوی

نن ورځ د مزارشريف ښار کې د ناټو پر يوه کاروان د ځانمرګي لخوا بريد شوی دی. په دغه بريد کې له چاوديدونکو توکو ډک يوه موټر کار اخيستل شوی او ښار په څنډه کې د ورتلونکې ﻻرې يوه پله سره بريد تر سره شوی دی.
په دې بريد کې بهرنيو ځواکونو او ملکي خلکو ته زيان رسيدلی، خو تر اوسه د کچې په هکله يې مالومات نشته. تر پېښې وروسته سيمه د بهرنيو ځواکونو لخوا کلابند شوې.