
په تيرو دوو مياشتو کې د سويلي کوريا
پر پوځي اډه باندې ، چې په پروان وﻻيت کې ده، درې ځله توغنديز بريد شوی دی.
وروستی بريد د جمعې په شپه تر سره شو
او پر دغه اډه باندې دوه توغندي ويشتل شوي دي. د سيمې امنيتي سرچينې وايي، چې په
دې بري دکې چا ته زيان نه دی رسيدلی. د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد بيا په دې
بريد کې د مالي او ځاني زيان د اړولو خبره کوي.
په افغانستان کې سويلي کوريا
ټول شا وخوا دوه سوه سرتيري لري، چې
زياتره د پروان په وﻻيت کې ځای پر ځای شوي.