ایاد علاوي  له حکومته  ووت

په عراق کې د ایاد علاوي  پریکړه کړې ده ،چې دنوري المالکي له حکومته ووځي  دتېر کال په مارچ کې ټاکنې وشوې علاوي ېې وګټلې خو وروسته بیا خبره جنجال ته ورسیده اوه میاشتې عراق بې حکومته و دسیاسي جوړجاړې له مخې  ایاد علاوي  دستراتیژیکو اړیکو دکمیسون  مشر شو او د ډلې نور غړي ېې په حکومت کې وزیران شول .
اوس ایاد علاوي  پر نوري المالکي تورولګاوه ،چې خپلې ژمنه ېې ماته کړې ده .
دعلاوي ډله  له سني او شیعه سیاستوال څخه جوړه شوې ده ،چې په تېرو ټاکنو کې ېې لومړی مقام تر لاسه کړ ، ایاد علاوي  نجف ته ولاړ او له شیعي مشر مقتدی الصدر سره ېې دعراق پر روان وضعیت بحث وکړ دبیرته راګرځیدو پر مهال ېې له حکومته  دوتلو پریکړه وکړه .