انټرپول د قذافي د نيولو امر ورکړ

نړيوالو پوليسو( انتر پول) د جمعې په ورځ دليبيا د ولسمشر معمر القذافي او د هغه د ۱۵ نږدې کسانو، چې يو شمېر يې د کورنۍ غړي دي ، د نيولو امر ورکړ او له ټولو هېوادو يې غوښتنه وکړه ، چې د قذافي له ليدلو سره سمدستي هغوی ونيسي. انترپول دغه امر تر هغو وروسته ، چې نړيوالې جنايي محکمې د هغوی د نيولو حکم صادر وکړ ، ورکړ شوی دی. د امنيت شورا د يوه پرېکړه ليک له مخې ، چې د برتانيې او فرانسې له خوا چمتو شوی دی، په ليبيا کې د اعتراض کوونکو ځپل بشري جنايت ګڼل شوی او له مخې يې بايد د هغې دوسيه نړيوالې محکمې ته راجع شي.