
د ناټو مطبوعاتی دفتر خبر ورکوي، چې پرون د جمعې په ورځ
يې يو سرتېری په افغانستان کې د بمي چاودنې له امله وژل شوی دی.خبر پاڼې د پېښې ځای
او د وژل شوي هويت نه دی په ډاګه کړی.
د مارچ په مياشت کې دا د ناټو درېيم سرتېری دی چې وژل
کيږي او په روان عيسوي کال کې د ناټو د تلفاتو شمېر ۷۰ تنو ته رسېدلی دی.