دcia یو مدیر پر 65 میاشتو  بند محکوم شو

 په الجزایر کې دامریکايي استخباراتو یو مدیر ،چې دجنسي تیري له کبله  پر 65 میاشتو بند محکوم شونوموړي  دا منلې ده ،چې ده په الجزایر کې  دامریکا دسفارت په ودانۍ کې لومړی یوه مېرمن  بې هوښه کړې ده او بیا ېې پرې جنسي تیرې  کړې دی .
پردې سربېره 43 کلن اندرو وارن  لس کاله مشروطه ازادي لري  دامریکا دعدلیې وزارت  وايي :  اندرو د2008 ز په فبرورۍ کې دا اعتراف کړې دی ، چې ده دامریکا په سفارت کې پر ېوې مېرمن جنسي تېرې کړې دی .
په الجزایر کې دامریکا سفارت وايي : د سی آی ای دا کارکونکې اوس له الجزایره  تللې دی او دنده ېې هم ختمه شوې ده . ABC تلویزون  په 2008 ز کې  د دوو مېرمنو څرګندونې خپرې کړې دي ،چې جنسي تیرې پرې شوې دی وارن  دوی ته ویلې و ،چې ما اسلام منلې دی  لومړی ېې بې هوښه کړې وې بیا ېې پر دواړو جنسي تیرې کړې دی .
تلویزون وايي : موږ 12 داسې ویدیوګانې موندلې دی ،چې دcia دا ایجنټ  په کې لیدل کیږي او له نورو ښځو سره دنااخلاقي  کړنو ( سکس ) په حال کې  دی اوس دامریکا عدلیې وزارت  غواړي ،چې خپلې څیړنې یو بل عربي هېواد ته هم وغځوي ،چې دې ایجنټ په کې پخوا دنده درلوده داعربي هېواد مصر دی دcnn دمعلوماتو له مخې څارنوالانو  دایجنټ په کور  کې داسې درمل موندلې دي ،چې د پېښې دوو قربانیانو دعوه  کره کوي .