
په روسیه کې په
دوما کې دنړیوالو اړیکو یو غړي سیمیون
بګداساروف وايي : مسکو باید واشنګټن او انګلستان
ته دا اجازه ورنه کړي ،چې دلیبیا په چارو کې لاسوهنه وکړي او مسکو ته ښايي ،چې داسې دریځ غوره کړي ،چې د
دوی دلاسوهنې خنډ وګرځي اوس له نښو نښانو داسې ښکاري ،چې دوی دمطبوعاتي کمپاین پر
وسیله غواړي دلیبیا پر شتمنیو خېټه واچوي
.
روسیه او چین ته
ښايي ،چې په دې اړه جدي دریځ ونیسي او دنظامي لاسوهنې اجازه ورنه کړي .
د دوما غړی وايي
: متحده ایالات هڅه کوي ،چې له لیبیا څخه
روسي شرکتونه وشړي او ددې ناارامه
هېواد شتمني تر لاسه کړي واشنګټن
ته ښايي چې خپل دریځ له سره وارزوي
او د افغانستان اوعراق په څیر تېروتنې ونه کړي .