کلنټن  :  امریکا دمعلوماتو په جګړه کې ماته شوې ده .

دامریکا دبهرنیو چارو وزیرې  مېرمن کلنټن  دالجزیرې  تلویزوني شبکه ستایلې ده  کلنټن داخبرې داسې مهال کولې ،چې دمعلوماتو په جګړه کې ېې دامریکا پر ماته اعتراف کړې دی په امریکا کې ېې له اړونده وزارتونو غوښتي ،چې له خپلو رسنیو سره  مرستې  زیاتې کړي  .
کلنټن وايي : یو وخت و ، چې امریکايي رسنۍ له نورو ډېرې وړاندې  وې  دبېلګې په توګه  امریکا غږ دا اوس ټول هسې نوم دی  اوس الجزیره ، دروسیې  RTD  دچین CCTF په سیمه کې ورځ تر بلې غوړیږي او له افریقا نیولې  تر سویلي اسیا ېې خپل جال غوړولې دی .
ټایم مجله وايي : دمېرمن کلنټن  دبسپنې خبره داسې مهال کیږي ،چې جمهوریتپال غواړي دامریکا دبهرنیو چارو وزارت  بودیجه  تر نیمايي راکمه کړي  .
کلنټن  دالجزیرې  تلویزون  بریالیتوب وستایه  اوس  په منځني ختیځ کې  الجزیرې  تلویزوني شبکه  ډیر کتونکي لري  اوس  الجزیره کولای شي ،چې دملتونو  عقل او دریځ ته بدلون  ورکړي .
دبهرنیو چارو وزیره وايي ـ زه دا خبره کوم که ستاسې خوښیږي او کنه -  الجزیره خپل اغیز لري ، په متحده ایالاتو کې ېې کتونکې ورځ تربلې زیاتیږي  ځکه الجزیره رښتیني خبرونه وړاندې  کوي  او 24 ساعته خپرونې لري  . او زموږ  دتلویزونو بر عکس ،چې داعلاناتو له لارې  هره ورځ په میلونو ډالر تر لاسه کوي  خو اغیز ېې دومره نه وي .
ټایمز مجله کاږي  : دالجزیرې  ځانګړنه  داده ،چې له خبرونو او ستونزو سره جدي  چلند کوي ځکه ېې کتونکې اومینه وال ورځ تر بلې ډیریږي .