
په دې وروستیو
کې له مختلفو ادرسونو دا هڅې کیږي ،چې له طالبانو اوحکمتیار سره دخبرو اترو لار
ولټول شي .
پخوا هم دصبغت
الله مجددي په مشرۍ د( تحکیم صلح ) په نوم
یوه اداره وه او دحکومت له ملاتړ برخمنه وه ،چې له طالبانو سره
خبرې وکړي خو دادارې داسې دپاموړ څه تر لاسه
نه کړپه وروستیو کې حکومت درباني په مشرۍ دسولې عالي شورا رامنځته کړه ،چې
دا دواړه ادارې اوس له طالبانو سره دخبرو او په هېواد کې دسولې ټټر
وهي .
اوس داسې ویل
کیږي ،چې په دې وروستیو کې یوه درېیمه
ډله هم په پټه توګه لګیا ده له طالبانو
سره اړېکې ټینګوي دې ډلې په هېواد کې او
بهر دسیاسي کړیو پام دځان پر لور رااړولې دی .
دباوري سرچیني
له انده اوسمهال دې درېیمې ډلې او سولې
عالي شورا ترمنځ دبودیجې پر سر اختلاف
دی او د دواړو ډلو صلاحیتونه هم ناڅرګنددی
.