
د2011 ز لپاره دنوبل جایزې نږدې 241 کاندیدان دي ،چې مشهور هغه ېې انترنټ ا ویکیلیکس ویپاڼه او دبشر حقوق ملاتړه روسۍ مېرمن ده .
په اعلان شوو کاندیدانو کې سیما ثمر ، دالمان پخوانی لومړی وزیر هیلموټ کول هم دي ګیر لنډیستاد ،چې دنوبل جایزې دکمیسون غړی وايي : ویلای شم ،چې جایزه ورځ تربلې خپل ارزښت راخپلوي دا ځل دکاندیدانو شمېر ډیر شوې دی .
دنوبل دسولې جایزې لپاره ، دملي پارلمانونو غړي ، قانپوهان ، دسیاسي علومو استادان او .. کولای شې خپل ځانونه کاندید کړي .
دا ځل ویکیلیکس هم ځان کاندید کړې دی دې وییپاڼې دنړۍ یو شمېر حکومتونه غوسه کړې دي او څښتن ېې جولیان اسانګ په سویس کې پر جنسي تېري هم تورن شوې دی .
دسولې دنوبل جایزې دګټونکې نوم به د روان کال په اکتوبر کې اعلان شي ددې جایزې قیمت نږدې 1.58 ملیون ډالر دی .
دیادونې ده ،چې دسولې جایزې په اړه یو شمېر نېوکې شوې دي او ویل کیږي چې لویدیځ دا دسیاسي موخو له مخې ورکوي نه دوړتیا له مخې .