
د ملګرو ملتو د سرمنشي وياند (مارتين نسيرکي) وايي، چې د
ليبيا ولسمشر معمر القذافي د يوه رسمي مکتوب په ترڅ کې له دوی غوښتنه کړې چې په
ملګرو ملتو کې د ليبيا دايمي استازی (محمد شلغم) او د هغه مرستيال(ابراهيم دباشي)
له کاره لرې اوپرځای يې (علي ترکي) د نوي استازي په توګه ومني. نسيرکي ويلي چې
ليبيا د ملګرو ملتو رسمي غړې ده او د خپل استازي د ګوښه کولو او ټاکلو پوره واک
لري.