
پرون د ليبيا په بنغازي ښار کې د دوو چاودنو له امله ۱۷
تنه ووژل شول. دغه چاودنې د الرجمه په سيمه کې د ملي اردو د وسلو په يوه زېرمتون کې
په يوه وخت کې شوې دي. يو فرانسوی خبريال وايي، چې ده د بنغازي په روغتون کې يولس
جنازې په خپلو سترګو وليدې. بنغازي د ليبيا دويم لوی ښاردی او د يو شمېر نورو
ښارونو سربېره دا ښار هم د قذافي د مخالفينو په لاس کې دی.