
هغه بريد کوونکی چې دوې ورځې وړاندې يې د فرانکفورت په
هوايي ډګر کې دوه امريکايي پوځيان ووژل وايي چې داکاريې په افغانستان کې د امريکايي سرتېرو د وحشت په غچ
کې ترسره کړی دی. دا خبره د (راينر ګريسباوم) په نامه جرمني څارنوال چې له 21 کلن
کوسوويي ځوان څخه تحقيق کوي ، څرګنده کړې ده. نيول شوی ځوان وايي چې تر پېښې
وړاندې يې په يو ټيوب کې يوه ويډيو لېدلې وه ، چې په هغه کې امريکايي سرتېري د
افغانانو پر يوه کور ورننوځي او پر يوې افغانې جلۍ جنسي تېری کوي. نوموړی وايي چې ده نه
شول کولای دويډيو انځورونه له خپل ذهن څخه وباسي ،نو ځکه يې د هغه په غچ کې پر
امريکايي پوځيانو بريد وکړ.
د يادونې ده ، چې دوې ورځې وړاندې يوويشت کلن کوزوويي
ځوان د جرمني د فرانکفورت په هوايي ډګر کې پر امريکايي پوځيانو بريد وکړ، چې له
امله يې دوه امريکايي پوځيان ووژل شول او دوه نور ټپيان شول .