خيبرپښتونخوا: په چاودنه کې لس تنه ووژل شول

د خيبر پښتونخوا  د نوشهرې ښار په مرکزي جومات کې د يوې چاودنې له امله لس تنه وژل شوي او او پنځه ويشت تنه نور ټپيان شوي دي.
چاودنه داسې مهال شوې، چې د جمعې ورځې تر لمانځه وروسته خلک د وتلو په حال کې وو. په دې چاودنه کې ځينې ماشومان او ښځې هم ټپي شوي.