په ميدان ورګو ولايت کې  په دوو بېلابېلو ترافيکي پېښو  کې ۱۹ تنو ته مرګ ژوبله واوښته.

یوه پېښه ددې ولایت دسیداباد ولسوالۍ د شیخ اباد دزرني په سیمه کې  سهار ۸ بجې  رامنځته شوه چې پکې درې(۳) تنه مړ او (۹) تنه نور ټپيان شول.
د را رسیدلو معلوماتو له مخې پيښه دسیداباد ولسوالۍ دشیخ اباد زرني په سیمه کې  نژدې ۸بجې هغه مهال رامنځته شوه چې یوه سراچه موټر د غزني څخه دکابل په لور او دملي اردو اکمالاتي کاروان د کابل څخه غزني په لور روان وو  چې دملي اردو دهاونی موټر او کرولاء دواړو بې احتیاطۍ له امله سره وجنګیده په کرولا موټر کې دیوې ښځې په ګډون دوه تنه مړه او یوتن ټپي شو او په هاونوی موټر کې دملي اردو یوتن مړ او  ۸تنه سربازان ټپیان شویدي .
ټپيان دافغان امنیتي ځواکونو او خلکو په مرسته دمرکز میدانښار روغتون ته وړل شوې چې روغتیایي وضعه یې د اندیښنې وړ نده.
بله پښه ددې ولایت دچک ولسوالۍ اړونده توپ دښتې په سیمه کې دکابل کندهار په لویه لاره سهار ۹ بجې هغه مهال رامنځته شوه چې دوه کرولا موټر دزیات سرعت او نه پاملرنې  له امله په خپل منځ کې ټکر وکړو او نوموړې  ترافیکي حادثه رامنځته شوه چې  په دواړو موټرو کې ۷ تنه ټپیان شویدي او روغتون ته انتقال شوې.
دواړه پیښې دامني قوماندانۍ دترفیکو مدیریت لخوا دڅيړنې لاندې دي.
د ولایت مطبوعاتي دفتر
Midan.pressoffice@gmail.com،  شاهدالله شاهد۰۷۸۹۶۳۱۸۶۰