خوست کې د ناټو او افغان ځواکونو په عملياتو کې څلور وسله وال وژل شوي

د ايساف ځواکونو مطبوعاتي دفتر خبري رسنيو ته ويلي، چې پرون د د ناټو او افغان ځواکونو په ګډه عملياتو کې د خوست وﻻيت په نادر شاه کوټ ولسوالۍ کې څلور تنه وژل شي او لس تنه هم نيول شوي دي.
خبرځای زياتوي، چې په وژل شوو کې د عثمان غني د حقاني په ډله پورې يو اړوند کس هم وژل شوی ، چې د چاوديدنکو توکو په رسولو او جوړولو کې يې له وسله والو سره مرسته کوله. نوموړی همدا راز په خوست کې د مارچ د دوهمې نېټې په بريد کې، چې د بهرنيو او افغان ځواکونو پر کاروان باندې تر سره شو،  د ﻻس په لرو هم پړ بلل شوی دی.