
وروسته
له هغې، چې په ليبيا کې د معمرالقذافي پر ضد د خلکو پاڅون پيل شو، په دغه هېواد کې
کورنۍ جګړه پيل شوې ده. د هېواد په ختيځه برخه کې او په ځانګړې توګه د ليبيا لوی
ښار بنغازي د پاڅون کوونکو ﻻس ته ورغلی او په ختيځ برخه او پلازمېنه طرابلس کې بيا
حکومتي واک دی او د قذافي په پلويتوب ﻻريونونه کيږي او شعارونه ورکول کيږي.
قذافي
د دغو پاڅونکوونکو فشارونو ته تسليم نشو او اعلان يې وکړ، چې بېرته به ټول ايل کوي او د وينې د وروستي څاځکي
پورې به دفاع کوي. د ختيځ او لويديځ ليبيا تر منځ يوه لويه دښته هم پرته ده، چې د
دواړو غاړو لپاره يې بريدونه مشکل کړي دي خو د قذافي برﻻسي په دې کې ده، چې هوايي
ځواکونه هم لري. که څه هم ﻻريونکوونکو ته د وسلو ډيپوګانې ﻻسته ورغلي، خود جګړې
مهارت لرونکي خلک کم دي او يوازې پخواني منصبداران په دې اړه مرستې کوي.
ناټو
د امريکا په مشرۍ ډېر غواړي، چې په دغه هېواد کې مداخله وکړي او تر ټولو مخکې د ليبا په اسمان کې د الوتنې منع زون جوړول
غواړي. د دغه زون جوړولو هم څه اسانه کار نه دی او د دې لپاره د
امريکايي ، جرمني او نورو الوتکو د څارنې اړيتا ده. د دې لپاره بايد د اواکس رادار
لرونکي الوتکې او نورې جټ ښکاري الوتکې، چې په سمندر کې له بېړيو څخه به الوتنې
کوي اړيتا ليدل کيږي.د کارپوهانو په اند د ليبيا هوايي ځواک دومره زيات نه دی او
په تيره پېړۍ کې يې له روسيې څخه ميګ او
همدا ر راز ځينې نورې الوتکې لکه ميراژ
رانيولي دي.
د
ناټو د غړو هېوادنو لخوا يوې پرېکړې ته د نه رسيد يو ﻻمل دا دی، چې ټول د
افغانستان او د عراق د پېښو د بيا تکرار څخه ويريږي. جرمني په دغه برخه کې ډېره
پښه نيولې ده او امريکايي چارواکي هم د پېښو انکشاف ته منتظر دي.
له
بلې خوا قذافي تل داسې يو شخص پاتې شوی،
چې د ده د کړنو اټکل نشي کيدی. دا ويره هم شته، چې قذافي د ماتې په صورت کې به د
تيلو صنعت دومره زيانمن کړي، چې په نږدې کلنو کې به يې بيا رغاونه اسانه نه وي. د دې
مسالې په هکله د لويديځو په رسنيو کې ډېر څه نه ويل کيږي. همدا اوس په لويديځو
هېوادنو کې د تيلو بېې د رېکارډ تر کچې رسيدلي دي.د پاملرنې وړ ده ، چې يو شمېر هېوادنو لکه روسيه ، سعودي عربستان او ځينو نورو په ليبيا کې د پوځي مداخلې کول د ګواښ وړ بللي او له دې امله يې خبرداری ورکړی .