خيبر: د وسله والو په بريد کې 6 حکومتي پوځيان وژل شوي

سيمه ييزو وسله والوطالبانو تير مازديګر، په لوړ خيبر کې، پر حکومتي امنيتي ځواکونو بريد کړی، چې په پايله کې يې شپږ تنه وژلي او درې تنه نور يې ټپيان کړي.
د ډاون خبري رسنۍ د رېپوټونو له مخې دغه بريد د علمګوډ په سيمه کې د خسادار مليشو پر سرتيرو شوی. رېپوټ زياتوي، چې ټپي شوي کسان روغتون ته رسول شوي دي.