په جرمني کې د امريکايي سرتيرو وژونکی نيول شوی دی

 دوه ورځې د مخه د جرمني د فرانکفورت ښار په هوايي ډګر کې ، دوه تنه امريکايي سرتيري په ډزو سره ووژل شول او دوه تنه نور ټپيان شول. د جرمني رسنيو د رېپوټونو له مخې، د دغو امريکايانو وژونکی نيول شوی دی. رېپوټ زياتوې، چې دا يو 21 کلن ځوان مسلمان دی، چې له کوزوا څخه جرمني ته مهاجر شوی دی.
د جرمني رسنۍ زياتره تمرکز د ده پر فيس بوک اکاونټ کړی او وايي،چې په وروستيو ورځو کې يې د پروفيل انځور بدل کړ او يو اسلامي بيرغ يې په کې راوستی. د نوموړي ځينو ګاونډيانو هم د مرکې پر مهال ويلي، چې دغه يو کرار  او ښه ځوان و او داسې نه  مالوميده ، چې تشدد ته به ﻻس واچوي.
په جرمني کې ځينې کړۍ غواړي، چې دا ډول پېښې سمدﻻسه له اسلام دين سره په تړاو کې راولي او له دې څخه د اسلام ضد پروپاګندې په توګه کار واخلي.