د حزب اسلامي له مشر انجنير ګلبدين حکمتيار سره د لندن د (ITV) مرکه:

03-03-2011
د حزب اسلامي افغانستان له مجاهد امير انجنير حکمتيار سره د لندن د (ITV) شعار ئې هېر كړ. امريكايي جنرالان په جنگ كي د برياوو ادعاء كوي، وايي په كندهار كي ئې لاس ته راوړنې درلودې، اوباما هم د خپلو جنرالانو د غلطو ويناوو تر اغېز لاندي تللى، هغه ته وايم: د دغو جنرالانو ويناوي داسي دي لكه بوش ته د عراق د وضعيت په اړه د ډك چيني دروغجن راپورونه، هغه هم جنگ غوښتونكو جنرالانو دوكه كړ او په داسي جگړي كي ئې ښكېل كړ چي له رسوايي او ماتې پرته ئې هيڅ څه په برخه نشول، عراق ئې د ايران لپاره وځپلو او اوس په داسي حال كي ترې وځي چي عراق د ايران پلوه ډلو په واك كي دئ. د كندهار په څېر عمليات تاسو ته نه يوازي هيڅ گټه نه رسوي بلكي ستونزي مو لازياتوي. تاسو په كندهار كي يوازي ولسي خلك وژلي، د هغوى كورونه مو وران كړي او د دوى باغونه مو سوزولي، نه مو مجاهدين ځپلي او نه مو د هغوى سنگرونه فتح كړي، دا دئ گورئ چي په دې مياشت كي د مجاهدينو برياوي او ستاسو تلفات تر تېري مياشتي زيات او د سږ كال تر تېرو كلونو زيات وو.
5. پوښتنه: څه گمان كوئ چي تر 2014پوري به د ناټو ځواكونه له افغانستانه ووځي كه نه؟
ځواب: زما انتظار دا دئ چي د ناټو ځواكونه به تر دې وړاندي له افغانستانه ووځي، خو دا انتظار مي د امريكايي چارواكو اظهاراتو ته په پام سره نه؛ بلكي د جنگ وضعيت، د ناټو ناكامي، د دوى د تلفاتو زياتوالى، د مجاهدينو برياوو، او د مقاومت ورځ تر بلي پراخېدو له كبله دئ، زه دې ته هم منتظر يم چي د مقاومت تر څنگ افغان ځوانان د تونس، مصر، يمن، ايران او الجزائر په څېر سړكونو ته راووځي، په قهرجنو مظاهرو لاس پوري كړي، سړكونه بند كړي، د جمهوري رياست او جعلي پارلمان ماڼۍ محاصره كړي، هم د بهرنيو فوځونو د فوري وتلو او هم د لاس پوڅي او مفسد حكومت د نسكورېدو غوښتنه وكړي. زه گمان كوم په اسلامي نړۍ كي د استعمار له سياسي، فكري، اقتصادي او نظامي سلطې د آزادۍ خوځښت پيل شوى، ما ته د دغو هېوادو انقلابونه داسي برېښي لكه چي په افغانستان كي د شوروي ځواكونو له ماتي وروسته د مسكو په مستعمراتو كي د آزادۍ طوفانونه راولاړ شول او پايله ئې د گڼ شمېر هېوادونو خپلواكي وه، كه سپيني ماڼۍ هغه مهال له مسكو سره مرسته نه وى كړې نو د مركزي آسيا محكوم هېوادونه به هم د شرقي اروپا په څېر د كمونيستانو له سلطې ژغورل شوي وو، غرب هسي چالاكي كوي او غواړي د اسلامي هېوادو روانو انقلابونو ته د ديموكراسي په لوري د خوځښت نوم وركړي، خو حقيقت دا دئ چي دا د غربپالو ديموكراتو ديكتاتورانو په ضد د هغو ولسونو پاڅون دئ چي له اوږده اسارت او محكوميت تنگ شوي او آزادي غواړي، حقيقي آزادي، عزتمنه آزادي.  
6. پوښتنه: آيا ستاسو حزب به د ناټو ځواكونو تر وتلو پوري جنگ ته دوام وركوي؟
ځواب: د افغانانو په وړاندي د مقاومت له دوام پرته نوري ټولي لاري تړل شوې دي، تاسو ما ته ووايئ: آيا آزادۍ او خپلواكۍ ته د رسېدو لپاره د مقاومت له دوام پرته بله لار زموږ په وړاندي شته؟
7. پوښتنه: آيا گمان نه كوئ چي د ناټو پر ځواكونو ستاسو بريدونه به د دوى په وتلو كي د ځنډ باعث شي؟
ځواب: بريدونه خو د دوى وتل تسريع كوي، دا ډېر كچه او غلطه انگېرنه ده چي مقاومت به د دوى وتل وځنډوي، استعماري ځواكونه هيڅكله له هغو سيمو نه وځي چي له مضبوط ولسي مقاومت سره مخامخ نشي او پاته كېدا ورته گرانه ونه برېښي، كه دوى له مقاومته پرته وتلى نو له جاپان، جرمني، جنوبي كوريا او گڼ شمېر نورو هېوادو به وتلي وو. 
8. پوښتنه: آيا تاسو د كرزي د حكومت حمايت كوئ؟
ځواب: نه؛ موږ نه د كرزي حكومت منو او نه بل لاس پوڅى حكومت، موږ گمان كوو چي د كابل جمهور رئيس د امريكا سفير ايكن بېري او واى سرا ئې د ناټو ځواكونو قومندان پيټريوس دئ، كرزى هسي يو سمبول دئ.  
9. پوښتنه: اطلاعات وايي چي ستاسو د حزب او كرزي تر منځ مذاكرات شوي، په دې كي څومره پرمختگ شوى؟ آيا د مذاكراتو دغي لړۍ ته به دوام وركړئ؟
ځواب: موږ د كابل له حكومت سره ځانگړي مذاكرات نه درلودل، د بحران د حل لپاره مو يوه جامع طرحه ټولو كورنيو او بهرنيو لوريو ته وړاندي كړې، په همدې لړ كي زموږ هيئت كابل ته ولاړ، د نورو خواوو په شمول ئې د كابل له چارواكو سره هم ځيني ليدني كتني درلودې، د دغو ليدنو ارزښت هومره نه وو لكه تبليغات چي ورته كېدل، هم كرزى داسي تبليغاتو ته ضرورت لري او هم ناټو، دواړه غواړي خپلو ولسونو ته وښيي چي هم د جنگ په ډگر كي لاسته راوړني لري او هم د صلحي پر مېز، خو حقيقت د دې خلاف دئ، د جنگ په ميدان كي ئې حالت داسي دئ چي سږكال د دوى تلفات تر بل هر كال ډېر زيات وو، په راتلونكي كال كي به إن شاء الله تر دې هم زيات وي، د صلحي په ډگر كي كرزى د څه كولو واك او اختيار نه لري او د پنټاگون چارواكي د جنگ پر دوام ټينگار كوي.
10. پوښتنه: آيا تاسو د امريكا او بريتانيا له حكومتونو سره مذاكراتو ته چمتو يئ؟
ځواب: له امريكايانو سره يوازي هغه مهال گټوري خبري كېدى شي چي د افغانانو له وژلو او د دوى د ملك له ورانولو لاس واخلي، غرور ئې مات شي، د حقايقو منلو ته چمتو شي، افغانانو ته د خپل برخليك ټاكلو حق وركړي او د جنگ د دوام پر ځاى د صلحي لار غوره كړي. موږ له هر هغه لوري سره خبرو ته چمتو يو چي په صادقانه توگه د بحران حل او د جگړي خاتمه غواړي او دا د افغانانو مسلم حق بولي چي د پرديو له سلطې آزاد وي، هېواد ئې خپلواك وي او د خپلي خوښي نظام او حكومت ولري، كه واشنگټن او لندن د افغانانو دغو حقوقو ته په درنه سترگه وگوري او د جنگ او د افغانستان د اشغال پر دوام ټينگار ونه كړي، مذاكرات ورسره كېدى شي. دا هم بايد ووايو چي متأسفانه د بريتانيا د حكومت دريځ داسي دئ لكه بريتانيا چي د امريكا كوم ايالت وي، د افغانستان په اړه د لندن سياست د واشنگټن تابع دئ، مستقل سياست نه لري، واشنگټن د هغو جنگ غوښتونكو جنرالانو په اسارت كي دئ چي له داسي جنگونو ډېر څه ترلاسه كوي. 
11. پوښتنه: د روسانو له وتلو وروسته د كورنيو جگړو لړۍ پيل شوه، آيا د ناټو له وتلو وروسته به دې ته ورته حالت راپيدا نشي؟
ځواب: د روسي فوځونو له وتلو وروسته جنگونه د مخكنيو جگړو تسلسل وو، مسكو او واشنگټن د مخكني جنگ د دوام پرېكړه كړې وه، د دې لپاره چي د مجاهدينو په لاس اسلامي حكومت جوړ نشي، دوى دواړو له خپلو پلوي ډلو يو مزدور ائتلاف جوړ كړ، دا ائلاف د واشنگټن او مسكو په وينا او د تهران په وساطت جوړ شو، مأموريت ئې د مخكني جنگ دوام وو، په دې هغه جنگي جنايتكاران راغونډ شوي وو چي نن د امريكايانو په خوا كي ولاړ دي او د دوى تر قومندې لاندي له خپل ولس سره جنگېږي، د افغان ملي اردو، ملي پوليس او د امنيت هغه رياست چي د كمونيستانو د دور د بدنام خاد پاتې شوني په كي راغونډ شوي، له همدغو جنايتكارانو، حرفيي غلو او قاتلانو جوړ شوي، امريكا په حقيقت كي افغانستان د مسكو او تهران او په دوى پوري تړلو ډلو ته فتح كړى، د جگړي مالي او ځاني تلفات امريكا گالي خو گټه ئې روسيې او ايران ته رسي.  اوس داسي معلومېږي چي ناټو غواړي يو ځل بيا مسكو د افغانستان په جگړي كي راښكېل كړي، ځيني افغانان داسي انگېري چي ښايي ناټو به يو ځل بيا د جنگ د دوام مأموريت روسيې او ايران ته وسپاري.
12. پوښتنه: آيا له تاسو سره د افغانستان لپاره كوم پلان شته؟ د خپل هېواد د بقاء لپاره څه كول ضروري گڼئ؟
ځواب: هو؛ موږ د خپل هېواد د ژغورني، خپلواكۍ، ثبات او سلامتيا لپاره واضح او جامع طرحه لرو، د دې طرحي اساسي بندونه د ژغورني ملي ميثاق په طرحي كي منعكس شوي،  چي دا دي: د بهرنيو ځواكونو عاجل، بشپړ او بلا قيد و شرط وتل، د وتلو لپاره د منلو وړ مهال وېش وړاندي كول، يوه موقت حكومت ته د قدرت انتقال، له خپلواكۍ او آزادۍ وروسته داسي عادلانه او آزاد انتخابات چي د اسلام له اصولو سره مطابقت ولري، ټولي افغاني ډلي په دې توافق وكړي چي له دې وروسته به نه د اقتدار ترلاسه كولو لپاره يو څاڅكى وينه توئېږي او نه به يوه مرمۍ ويشتل كېږي، يو به د بل په ضد وسله نه كاروي او د پرديو د مالي او نظامي مرستو په مټ به اقتدار ته د رسېدو هڅه نه كوي.
13. پوښتنه: آيا تاسو يو ځل بيا طالبان په اقتدار كي ليدل غواړئ؟
ځواب: دا په افغان ولس پوري مربوطه ده چي اقتدار چا ته سپاري، موږ اقتدار ته د رسېدو لپاره نه بلكي د خپل هېواد د آزادۍ او په خپلواك افغانستان كي د ملت د خوښي اسلامي حكومت جوړيدو لپاره مبارزه كوو، هر هغه حكومت منو چي د بهرنيو ځواكونو د مټو په زور پر افغانانو نه وي تپل شوى او افغان ولس په خپله خوښه غوره كړى وي، هيڅكله به هغه حكومت ونه منو چي پردي ئې زموږ پر هېواد مسلطوي.
14. پوښتنه: آيا له يولسم ستمبر وروسته مو له اسامه سره ليدنه شوې؟
ځواب: هو، زموږ مجاهدينو له اسامه سره مرسته وكړه چي له توري بوري خوندي ووځي او مصئون ځاى ته انتقال شي. دا ځكه چي امريكا زموږ د دښمنانو مرسته كوله او موږ د دوى د دښمنانو مرسته وكړه، تر كله چي امريكا دې سياست ته دوام وركړي موږ به هم بالمثله عمل ورسره كوو. خو دا بايد ووايم چي اسامه څه موده له ما سره يو ځاى وو، هغه مهال ما ته نږدې اوسېدو چي پر ما د بې پيلوټه طياري له لوري راكټي بريد وشو، بيا سره بېل شوي يو، په تېرو څو كلونو كي هغه له ما سره نه وو. ما هغه مهال ملامحمد عمر ته هم احوال لېږلى وو چي كه په خپلي سيمي كي اوسېدا درته گرانه شوه، پاكستان ته مه ځه زما خوا ته راشه، نه پوهېږم چي قاصد به زما پيغام وررسولى وي كه نه.
15. پوښتنه: د رواني جگړي لس كاله پوره شول، دې ته په كومه سترگه گورئ؟
ځواب: دا د هغي جگړي تسلسل دئ چي روسانو په 1357 كي پيل كړه، غوښتل ئې له دې لاري د جنوب حساسو سيمو ته وړاندي ولاړ شي، خو د دوى د انتظار خلاف د شوروي اتحاد په زوال منتج شوه، اوس مسكو همغه جگړه امريكايانو ته په ميراث پرېښوده، دوى د يولسم ستمبر په بهانه پر افغانستان بريد وكړ، غواړي له دې لاري د شمال په لوري وړاندي ولاړ شي او د مركزي آسيا په غني زېرمو مسلط شي، خو له وضعي داسي معلومېږي چي ښايي د دې جگړي پايلي به امريكا ته همغسي ثابتي شي چي شوروي اتحاد ورسره مخامخ شو. 
16. پوښتنه: تاسو د افغانستان مستقبل څنگه گورئ؟
ځواب: ما ته د افغانستان مستقبل روڼ او ځلانده ښكاري، هيله من يم او په دې كلك باور لرم چي افغانان به حتماً او ډېر ژر خپلواكي ترلاسه كوي او د خپلي خوښي نظام به جوړوي.