د امازون ځنګل

دامازون ځنګل نړی تر ټولو لوی ځنګل دی چې ۳۵۰ مېليارده ونې لري. که د نړی پر انسانانو یې وویشئ هر کس ته ۵۲ ونې رسیږی. د امازون سیمه دوې برخې لري- ١ دامازون  سیند، ٢  د امازون ځنګل دی چې پراخوالی يې د افغانستان اووه برابره دی. 

د امازون ځنګل د نړۍ په نهو ۹ هیوادونو کې غځېدلې دی چې ترټولو ډېره برخه یې په برازیل هیواد کې راځي. د امازون ځنګل سیمه تر ۵۵ لکه کیلو متره مربع پراخوالی لري په داسې حال کې چې د افغانستان ټوله سیمه ۶.۵۲ زره کیلو متره ده، امازون یو یونانۍ کلمه ده چې مانا یې جنګیالۍ ښځه ده.

د ځمکې ۲۰ سلنه اکسیجن یوازې د امازون ځنګل ونې او بوټي تولیدوي، د نړۍ ۴۰ سلنه څاروي، مرغان او حشرات د امازون په ځنګل کې موندل کیږي. دلته له ۴۰۰ څخه ډېر ځنګلي قبائل مېشت دي چې نفوس یې نږدې ۴۵ لکه زیات او کم اټکل شوی. دغه خلک د یویشتمې پېړۍ په دې پرمختللې دور کې هم په هماغه ځنګلي سټایلونو کې ژوند تېروي. د دې ځنګل ځینې سیمې دومره ګڼې دي چې لمر ورته نشي رسېدلی او په ورځ کې هم د شپې غوندې تیاره شتون لري.

امازون ځنګل کې داسې حشرې هم شتون لري چې په یو ټک چيچلو سره انسان په څو ثانيو کې مري. د امازون سیند د اوبو له حسابه په نړۍ کې ترټولو لوئ سیند دی، چې ۷ اووه زره کیلومتره اوږدوالی لري. د امازون په سیند کې تر ۳۰ زره ډؤله کبان ژوند کوي. د امازون په ځنګلونو کې شاؤخوا ۶۰ سلنه حیوانات اوس هم بې نومه پاتې دي. هلته دومره لوی او قوي غڼي دي چې مرغۍ او ورته نور الوتونکي هم نیسي او وژني يې. 

هلته شاؤخوا ۳۰ زره ډوله میوې موندل کیږي. بیولوژیستانو تر دې دمه یوازې د دې ځنګل ۱۰ فیصده برخو ته رسیدلي دي. که تاسې د امازون په ځنګلونو کې ښکته شئ او سخت باران شروع سي نو د لوړو او ګڼو ونو له امله تقریباً ۱۲ دقیقو پورې تر تاسې د باران اوبه نشي در رسېدلئ.