افغانستان زندانونه که رسمي اختطاف خانې/تجارت!

ليکوال هغه څه ليکي، چې سل په سلو حقيت دى، افغانستان کرغيړن زندانونه، چې په کې پاک او اسلام دين مٸين مسلمانان په کې په هره ورځ بدې ورځې اوشپې سبا کوي، ليکوال په خبره په افغانستان زندانونو کې يوې ورځې بلې ورځې ته فساد زياتيږي ولس وينه هم لمده زبېښي او هم يې وچه، دا هغه زندانونه دي چې عادي عسکر په کې د مياشتې سل زره روفۍ معاش پوره کوي قومندان خو يې لا، لاس په غوړو کې دى!

هغه کس چې محدره توکو قاچاق په تور نيول شوى او له دې وجې زندان ته اچول شوى ولې اوس زندان د محدره توکو خالي ندى د کومې لارې زندان ته هيروين، پوډر، شيشه او چرس راوړل کېږي؟

په افغانستان زندانونو کې زرګونه بې ګناه مسلمانان څوک د طالب، داعش، اختطاف، سرقت، غلا، زنا، محدره موادو قاچاق او داسې نور وړو او غټو جرمونو/تورونو شپې او ورځې سبا کوي، ياد زندانونو ته افغان پوليس لاندې شيان نه پريږدي خو دننه/داخل د زندان پريمانه پيداکېږي:
چرس، شيشه، بودر، سګرټ، نصوار او داسې نور مضر توکي خو دننه داخل زندان کې کمي احساس نشته! بل پلوه داسې شيان ياد زندان ته نه پريښودل کېږي چې روا او هيڅ ستونزه پوليس او بندي ته ترې نه پيدا کېږي خو متاسفانه! چې دننه نه پريښودل کېږي او دننه د زندان داخل يې بيه لس چنده ډېره ده او بې چاره بندي دومره پيسو توان او طاقت نلري چې ياد توکي ځان ته وپېري نوموړو توکو نومونه په تفصيل درته وړاندې کوو: اومه غوښه، څادر، ګيلاسونه، چايجوس، کاسه، غوړى، مميز، پلي، بادام ، چامغز، تور بانجيان، کدو، ګلپي او داسې نور اشيا که هر ډول وي، من نه زيات فروټ اوسبزيجات، په داسې حال کې چې په روژه کې دې زندان دننه کانتينونه او دوکانونه د بنديانو وينې زبېښي! خو ياد شيان زندان ته څوک ننباسي ولې دومره د خلکو په سترګو کې خاوره اچول اوج ته رسيدلې، چې د باندې يو شى زندان ته نه پريښودل کېږي بلکې دننه پريمانه دي چې قوي تجارت بلل کېږي

زندان که اختطاف خونه:
بل خوا د افغان زندانونو بنديانو په وينا محبسونه د اختطاف لپآره رسمي سرچينې دي يو کس د امنيت، محکمې او زندان څخه نه شي خلاصيدالى چې تر څو دې پيسې نه وي ورکړلې (زندانونه د اختطاف رسمي ادارې ځکه دي چې کس د پيسو په مقابل کې خلاصيدو چانس سل په سلو کې لري!)

بنديانو خواړه:
بنديانو ته هغه خواړه ورکوي، چې درې فيصده غوړ په کې نه د سترګو کېږي ورېژې، دال، لوبيا، غوښه او داسې نور کوم خواړه چې بندي ته ورکوي تيار پاخه وي، چې د خوراک لپاره مناسب نه دي، بنديان يې د سره ځانونو ته برابروي تر څو خوارک ته تيار کړي، خو کوم خوراک چې دولت ورکوي داسې خواړه وي چې د خوړلو سره يې د بنديانو په وينا خيټې خرابوالي لامل ګرځي او کومه ډوډۍ چې راکوي د کيک شکل پيکه ډوډۍ ده، چې د ((سېلو)) په نوم يې بنديان پيژني او د خوراک سره ميده، ميده کيږي چې ګلې توان نلري! بنديان د مجبورته ځانته نانوايي راوړلې ډوډۍ په پيسو اخلي چې ځينې بنديان يې د اخېستلو توان هم نه لري.

بشر حقوق يا سره صليب اداره:
دا چې افغانستان او ټوله نړۍ کې د بشرحقونو ملاتړ لپاره او مرستې بېلابېلې ادارې شتون لري لکه who,wfp,AHF,unops,UNECE,unhcrاو داسې نورې ملاتړ ادارې د بشر حقوقو لپاره موجودې دي خو هسې تش په نامه!
فقط يوه ناره ده او داده چې بشرحقوق او ښځوق بايد ملاتړ وشي(!)

زندان ته داخليدل/ننوتل څه ډول:
زندان ته، چې کله پيواز ننوزي نو د پوليسو لخوا د تلاشۍ قطارونه برجسته ولاړ وي پاتګ په پاټک تالاشي وي يو راوند په بل راوند د تالاشۍ اعتبار نه لري ځکه ديموکراسي ده!
 

کله چې زندان دخولي دروازې ته ورسيږي نو اول خو دې د قاچاقبر په نوم د دروازې راګرځوي دا په داسې حال کې ده ماشوم ته د سره! آجازه نه ورکول کېږي که څه هم کورنۍ ټول غړي بنديان وي ځکه دوى د قاچاقبر په نوم معرفي کوي که څه د نوموړي خوله د تورو وينو ډکه وي او ژړا اواز يې تر اسمانه رسي! په داسې حال کې چې ته به اصل پيوز وې چې پلار، ورور ، ماما، کاکا، نيکه او داسې نور نيږدې دوستان به دې بنديان وي خو چې د يادې تالاشۍ ووځې بلا نورې تالاشۍ مخې ته را راونې وي ګندې به مو ولټول شي خو بيا باور نه کېږي ماشين الې ته به دې ګندې داخل شي! کله چې ياد ماشين څخه سامان هغه سامان چې بندي ته دې په لاره کړى وي بندي ته تر رسيدو به ډېر په پښيمانتيا احساس وکړې کله چې ټولې تالاشۍ خلاصې شي بيا د امضاوو وخت رارسيږي چې دلته بيا تصوير اخيستل مکمل شهرت ليکل، ټاپو لګول او دروازې ته داخليدل او بيرته راوتلو کې هغه څه چې سره انسان ضمير نه مني ته به داسې احساس وکړي کاش زندان ته په ټول عمر نه وايي راغلى او بشر حقوق به داسې وي چې بندي څه چې ازاد انسان سره داسې عمل کېږي لکه بندي تر نېمې شپې به بندې وي تر څو بندي پيدا شي بيا به پيوزان خوشې کېږي تر څو کور ته لاړ شي، پوښتنه اوس داده چې ولې دومره عکسونه او ټاپې پيوز ته وهٸ چې په توره شپه پيواز ته د وتلو اجازه ورکول کېږي؟ 

ځواب دا دى چې نوموړي دولت ټول کارونه په فساد ولاړ دي! او اعتبار جنبه يې کمزوري مديريت کمزوري پوليس او کارکوونکي يو په بل د غلا او فساد شک لري!

بلاخره پيواز بېچاره د(( بندي پودرې)) پيدا کيدو وروسته داسې وخت چې شپې توره تياره او رڼا درک نه لګي د ښځې او نارينه راخوشې کړي چې د تصوير له کتلو وروسته ورته لار خلاصه او 
کور په طرف رهبري وي!

زندان کې څه ډول عمر لرونکي بنديان بند تېروي؟
په زندان داخل کې د هېواد ۳۴ ولايتو۔ سربېره بهرنيو هېوادونو وګړي:پېغلې، ښځې، ځوانان، 13,14کلن ماشومان، سپين ږيري پاخه عمر لرونکي سپين ږيري چې عمر يې تر 80کالو پورته وي، چې ته به واٸ چې دا يې په څه نيولى! هر يو پوښتنه کوې وايي به، چې زه خو ((قلمداد)) شوى يم او دولت بې ګناه نيولى يم واقعيت همداسې ده يو 80کلن بندي چې بند کې شپې او ورځې سبا کوي د نوم اخيستلو ډډه کوله ويل دلته دا لوى لوى قومندانان چرس او شيشه راننباسي او هغه کسان چې د باندې رق روغ وي دننه په نېشو اخته کېږي قلمداد دې ته وايې چې تحقيق پر مهال نيول شوي متهم هر څوک وښودل، چې دا راسره په جرم کې شريک دى نيول کېږي او يا مظون پرې ناکو او قصده دعوه وکړي حکومت امنيتي چاروکي يې نيسي او زندان ته يې راوړي!

په زندان کې د کانتن/دوکان حال 
دننه دمحبس چې کوم دولتي کانتنونه شتون لري دولت له لورې په 5لکه/6لکه په کرايه ورکول کېږي چې په دې سره چې د محبس بېرون يا د باندې کومه سودا او سآمان په لس وي دننه په محبس کې په بندي چې بيګناه نېول شوى وي لس چنده قېمته خرڅېږي ليکوال د سترګو ليدالى حال ما يوه ورځ محبس کانتن کې (اناتا) بېسکويټ راخيستل چې باندې راته دوکاندار په لس راکول او دننه مې چې له ځانه سره ماشوم بېولى و 30افغانۍ راونيول!

دننه محبس کې ياد کانتينونه هر ډول مشروع غير مشروع موادو خرڅولو صلاحيت لري تر څو د بشري حقوق په بندي تطبق کړي(!)

افغان زندانو داخل ته هغه شيان چې پيواز يې ورته په لس ننباسي يا وراوړي دننه د محبس مدير پوليس پيوازته هغه وچه سېلو چې ۔ د بندي د خولې پاتې وې تر څو بېرون ته راوباسي د زندان بې رحمه عسکر لخوا ترې اخيستل کېږي او په ژړا د بندي معصوم بچى کور په طرف ناهيلى روان وي چې د ژړا سلګۍ تر غرش رسيږي!
بندي زندان وخت ختم شي څه کېږي؟

کله چې بندي خوشې کيدلو وخت پوره شي مديران او پوليس يې هغه فساد رشوت د شيرينۍ په نوم ترې اخلي او بندي ته وايي که دلته راته دومرم روپۍ راکوې ښه او ښه! که نه بګرام او امنيت ملي شته هلته مو انتقالوو بندي د مجبوريته چې بيګاه ته يې ماشومان په نهاره ناست وي د بل نېږدې دوست څخه قرض کړل شوې روپۍ بې ضميره پوليس يا محبس مدير ترې په يوه او بله بهانه واخلي او غريب بېچاره چې د خوشې کو امر يې له همغه ځاى شوى وي دوى ورسره داسې ښه عمل کوي(!)

کله ناکله بندي د شل يا لس کاله وروسته بې سرنوشته په هماغه زندان کې د نورو بنديانو سره د محبس ترخه دال خوري! 

محبس کې بندي په کومو ناروغيو اخته دى:
محبس کې بندي په رواني، ذهني،  او۔  بېلا بېلو ناروغيو اخته دي چې داکتر ته تر ورتګ مخکې بندي عمر پاى ته رسيدلى وي!

يو بندي وينا: کله چې داکتر ته نفر وروړل شي زهرو ستن ورته لګول کېږي  دوه درې ورځو کې بندي ژوند د لاسه ورکړي او مړ له بنده خلاص شي
پاى