
په پکتیکا ولایت کې دکرهڼې اومالدارۍ ریاست له لخوا د۱۳۹۰ لمریزکال لپاره دمیوه لرونکونیا لګیو دویش لړۍ په د اسې حال کې پیل شوه چې مرستیال والي جومحمد ځدراڼ ولایتي شورا ریس عبدالمبین فقیرزاده دکرهڼې اومالدارۍ ریس حمیدالله توخي اودمرکزشرنې سلګونوبزګرانوګډون کړی وو.
دکرهڼې اومالدارۍ ریس حمیدالله توخي ملي وویل دغه دمڼو نیالګي چې شمیریې پنځه څلویښت زره دانې ده دیوسید مؤسسې له لوري اودولایتي بیارغونې ټیم یا پي آر ټي په همکارۍ دوي ته ورکړل شوي دي.
توخي وویل دغه اصلاح شوي نیا لګي چې دبیروتۍ مالنګ اوزیړو مڼو دي شپږزره دمرکزشرنې بزرګرانوته اوپاتې نوربه هرې ولسوالۍ ته پنځه زره دانې وویشل شي.
نوموړي وویل دهرې ولسوالۍ بزګرانوته مخکې له دې چې نیالګي پرې وویشي دروزنې کافي معلومات ورکړل شوي چې په دې سره به بزګران وتوانیږي دخپلوباغونوساتنه اوپاله په سمه توګه ترسره کړي.
دشرنې یوتن بزګرمعین خان چې دمڼونیالګي یې ترلاسته کړي وو دخوښۍ دڅرګندولوترڅنګ وویل پکتيکايوغريب او وروسته پاتي ولايت دی خلک يې ډير بې وزله دي اوداډول مرستوته زیاته اړتیا لري ترڅوپه راتلونکي کې د یو زرغون ولایت خاوندان اووسي.