
د جرمني رسنيو د
رېپوټونو له مخې درې نيدرلينډي (هالينډي)
سرتيري په ليبيا کې نيول شوي دي. رېپوټ زياتوي، چې دغه سرتيري په يوه چورلکه کې له
هغې بېړۍ څخه د ليبيا د سيرت ښار ته
الوتنه وکړه ، چې د ليبا په سواحلو کې يې لنګر اچولی دی.
د دغو سرتيرو د
چورلکې دراکوزيدو سره سم قذافي ته وفادارو ځواکونو پر دوی بريد کړی دی او درې تنه
يې نيولي. په دې وروستيو کې يو زيات شمېر هېوادنو هڅه کوي، چې خپل هېوادوال له
ليبيا څخه بهر کړي، چې په دې ترڅ کې له پوځي مرستندويانو هم کار اخلي. د رېپوټونو
له مخې د دغه سرتيرو د خلاصون لپاره خبرې اترې روانې دي.
بايد وويل شي، چې
لويديځ هېوادونه او په سر کې يې امريکا پرليبيا باندې ځينې بنديزونه لګولي او امريکا حتی د پوځي
مداخلې لپاره هم چبيږي (زړه يې غواړي). د ليبيا حکومت هم ګواښ کړی، که امريکا پوځي
مداخله وکړي پر سفارت باندې به يې بمباري وشي.
د پاملرنې وړ ده، چې
څو ورځې د مخه د امريکا دفاع وزير دا ويلي وو، چې امريکا بيا بايد داسې تيروتنه
ونکړي، لکه په افغانستان او عراق کې يې چې وکړه.