
په
راتلونکي نوي کال به يو مېليون نيالګي دولايتي ادارې په هڅو سره په مرکز او اړوندو
ولسواليو کې کينول شي .
دراتلونکي نوي کال لپاره
د نيالګيو دکينولو لپاره ټاکل شوي کمېسيون
غړو دخوست والي عبدالجبارنعيمي دده دکار
په دفتر کې پدې ولايت کې دنيالګيو دکينولو دلړۍ دښې پرمخبيونې په عرض ګډه ناسته
جوړه کړه . دغه کميسيون چې دخوست ولايت
دزراعت ريس سيدالرحمان زيارمل په مشرۍ جوړ شوی دليدنې پرمهال يې دخوست والي په
وړاندې هغه امکانات په ډاګه کړل چې زراعت رياست او ياد شوی کمېسيون يې په واک
لري سيدالرحمان زيارمل په خپلو خبرو کې
وويل داچې ولايتي اداره په پلان کې لري چې په راتلونکي نوي کال کې په مرکز او
ولسواليو کې يومليون نيالګي کينول شي مونږ شاوخوا يو لکه اويازره نيالګي دګلوبل
موسسي په مرسته برابر کړي چې پدې برخه کې مو ځينو ولسواليو يو شمير نيالګي سره له
اوس دکينولو په موخه ليږلي دي چې دبيلګي په توګه ٤٧٠٠ صبريو ٦٠٠٠ زره په خوست ملي اردو ٢٠٠٠ سپيرې
ولسوالۍ ٤٠٠٠ زره معارف رياست ١١٠٠ ځاځي ميدان ١٥٠ دکوړيانو ديني مدرسي ته ورکړل
شوي او ليږل شويدي ښاغلي زيارمل وويل مونږ
تر اوسه شاوخوا دوويشت زره نيالګي توزيع کړيدي او په پلان کې لرو چې ٢٦٠٠٠ زره ميوه
لرونکي نيالګي په مرکزي باغونو کې او ٤٥
زره نور دخواجه متون غونډۍ په اړونده ساحه کې په نوي کال کې کينوو چې ددغو نيالګيو
دپالنې او ساتنې لپاره مو هم پلان جوړ کړی ترڅو په ښه توګه ترې دووکالونو لپاره
وساتل شي او وپلل شي له هغې وروسته
دکميسيون يوشمير غړو پدې خوښي وښوده چې خوست والي په خپل ځانګړي ابتکار سره غواړي
په دې ولايت کې يو مليون نيالګي ديو ښه روغتيايي چاپيريال رامينځ ته کيدو او دسيمې
دښکلا په خاطر په پلان کې لري دوی وويل هر خوستوال بايد هڅه وکړي چې په خپلو شخصي پيسو هم بايد نيالګي راونيسي او
خپله سيمه او ځمکه باغ دنيالګيو په کينولو سره ښکلی کړی ورپسي خوست والي ښاغلي عبدالجبارنعيمي دنيالګيو
دکينولو دځانګړي کمېسيون هڅې وستايلې او ويي ويل تردې دمه پدې برخه کې دپام وړ کار
ترسره شوي خو ولي اړتيا شته چې دنيالګيو دکينولو په برخه کې لانورې هڅې ګړندۍ شي
ده زياته کړه مونږ له ټولو خوستوالو او اړونده مسولو ادارو غوښتنه کوو چې پدې
پروسه کې خپل رول ادا کړي اوخلک دنيالګيو او دکينولو او ساتنې په ګټو په اغيزمنه
توګه وپوهاوي ترڅو پدې ولايت کې يو ښه روغتيايي چاپيريال رامينځ ته شي او خلک
وکولی شي چې دبيلا بيلو ميوه لرونکو نيالګيو څخه ګټه واخلي او دچاپيريال په ښايسته
والي موثر تمام شي
خوست والي وويل دنيالګيو
کينول داسلام له نظره عظيم اجرونه لري ددې ترڅنګ يو شمير هغه ګټې چې انسانان يې
دميوه لرونکو او غيرو ميوه دارو ونو څخه لاسته راوړي ديادولو وړدي ځکه مونږ ګورو
چې پدې وروستيو کې کالونو کې زمونږ دهيواد او په تيره بيا دخوست په بيلا بيلو
غرنيو سيمو کې په عوض ددې چې خلک وني وساتي بلکي په ډيرې وحشيانه توګه يې په
تبرونو او بريښنايي ارو له مينځه وړي او زمونږ ښايسته طبيعي ځنګلونه له مينځه تللي
دي چې د ونواو ځنګلونو په نه شتون کې مونږ پوهيږو چې چاپيريال خرابيږي او نورو ډول
ډول ستونزې مينځ ته راځي نو پدې اساس لازمه ده چې خپل انساني او اسلامي مسوليت
لازياتو نيالګيو دکينولو په برخه کې ترسره کړو هڅه به مو داوي چې په نوي کال يو
مېليون نيالګي دمرکز او اړوندوولسواليو کې کينوو .
نېټه
:۱۳۸۹/۱۲/۱۱