
تيره ورځ دماڼوګي
په ولسوالې کې دنړيوالو ځواکونو په هوايي عملياتو کې نهه ماشومان وژل شوي او يوتن ټپي شوى دى . دغه وژل شوي
ماشومان ټول د يوې کورنۍ غړي وو او خسو پسې غره ته تللي وو او عمرونه يې له
څوارلسو کلونو کم وو.
دماڼوګي ولسوالۍ
سلګونه خلکو ديوې پراخې مظاهرې په ترڅ کې دنړيوالو ځواکونو بريدونه وغندل ،چې تيره
ورځ يې په ياده سيمه کې تر سره کړي.
لاريون کوونکو دغه
ډول خپل سري عمليات په سختو ټکو غندلي او په اړه يې دخپل دولت څخه وغوښتل چې دبې
ګناه ماشومانو دوژنې په تړاو دې ددغه عمل ترسره کوونکي محاکمې ته راکش کړي