
د مصر د بهرنيو چارو وزارت پخوانی مرستيال (عبدالله
الاشعل) دمصر د ولسمشرۍ په راتلونکو ټاکنو کې د نوماندۍ اعلان وکړ. ده وويل، چې د
مصر په ټاکنو کې تر وروستيو بدلونونو، چې ټول مصريان کولای شي ولسمشرۍ ته ځانونه
کانديد کړي ، دی هم په راتلونکو ټاکنو کې ځان کانديدوي.اشعل همداراز د (مصر الحره)
ګوند په نامه د يوه نوي ګوند د جوړېدو خبر ورکړ. د يادونې ده ، چې د اسلامي
کنفرانس مشر عمر موسی او د اتومي انرژۍ د نړيوال اژانس پخوانی مشر محمد البرادعي هم
د نوماندۍ په اړه خبرې کړي.