پخوانی طالب مشر په ډزو کې ټپي شو

د طالبانو د مشرتابه يو پخوانی غړی ملا منظور چمن ته نږدې په ډزو کې ټپي شو.کله چې نوموړی چمن ته څېرمه په روزالدين کلي کې له خپله کوره راووتو د ناڅرګندو کسانو له خوا وويشتل شو او وروسته روغتون ته يوړل شو. د بريد پړه تر اوسه چا نه ده منلې.