جنرال پتريوس په کونړ کې د ماشوم وژنې له امله بښنه وغوښته



په افغانستان کې د امريکايي او ناټو ځواکونو عمومي قومندان جنرال ډېوېډ پتريوس په کونړ کې د نهو ماشومانو د وژنې له امله بښنه وغوښته او دا ځل يې د تېر په خلاف پړه د هغوی په ميندو او پلرونو ونه غورځوله. پتريوس د ناټو ځواکونو بريد يوه بې رحمه حمله وبلله.
د يادونې وړ ده چې ناټو ځواکونو د کونړ په غازي اباد کې د ۶۳ ملکي کسانو  د وژنې له امله، چې زياتره يې ښځې او ماشومان وو، تر اوسه بښنه نه ده غوښتې او په هغې سربېره يې د وژنو پړه د ماشومانو پر خپلو ميندو او پلرونو اچولې ده.